لوبی
اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې
Last Updated on: غویی ۱۱, ۱۴۰۳
د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په نولسمه لوبه کې اټک انرژي ابو مسلم ته( ۴ ) پر ( ۰ ) ماتې ورکړه او پر همدې ورځ د دغو سیالیو په شلمه لوبه کې موج ساحل د عینو مېنې لوبډلې ته ( ۳ ) د ( ۰) پر توپیر ماتې ورکړه.
د اټیک انرژي لپاره خلیل احمد احمدي ( ۳ ) ګولونه او یارمحمد ذکرخېل (۱) ګول وواهه.
څلورم ګول د ابو مسلم لوبډلې له لوري د عبدالله شاه پر سر ترسره شو.
د دوشنبې د ورځ په دې بله لوبه کې عصمت الله هدفمند، محمد نذیر عزیزي او یاسر سلام د عینو مېنې پر وړاندې موج ساحل لوبډلې (۳) پر ( ۰) ګولونه ووهل.
د سې شنبې پر ورځ به د خراسان فارياب او ميوند ترمنځ د غرمې پر ۱:۰۰ بجه او د سرسبزياشلر او عدالت فراه ترمنځ له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې لوبې ترسره کړي.
دا سیالۍ به له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.