ساینس او ټیکنالوژي
اپل پر روسیې د خپلو ټولو محصولاتو پلور ودراوه
د سې شنبې پر ورځ د امریکا اپل شرکت رویټرز ته څرګنده کړې، چې دوی پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې پر روسیې خپلې ټولې آسانتیاوې او د محصولاتو پلور بند کړی دی.
دغه شرکت زیاته کړې؛ مونږ پر روسیې د خپلو ټولو محصولاتو پلور بند کړی او تېره اوونۍ مو د پلور خپلو ټولو شبکو ته د صادراتو لېږل ودرول.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې دولتي رسنۍ، RT نیوز او سپوتنیک نیوز نور له روسیې بهر د اپل له زیرمې له لاسرسی بې برخې شول او په دې اړه ټولې آسانتیاوې پرې بندې دي.
اپل په ډاګه کړې: مونږ پر اوکراین د روسیې د برید په اړه ژوره اندېښنه لرو او د ټولو هغو خلکو ترڅنګ ولاړ یو، چې د تاوتریخوالي له کبله زیانمن او بې ځایه شوي دي.
د سې شنبې پر ورځ، په روسیه کې کاروونکي توانیدلي، چې د اپل آنلاین پلورنځي ته لاسرسی ومومي؛ خو د آی فون اخیستلو هڅو یې ښودلې، چې ترلاسه کولو ته یې لاسرسی نلري.