ساینس او ټیکنالوژي
اپل په آیفونونو کې امنیتي نیمګړتیا ومنله
اپل په آیفونونو کې د امنیتي نیمګړتیاوو شتون تائیدوي او وایي، چې آیفون ته د هکرانو نفوذ شونتیا ډېره ده.
اپل په ډاګه کړې، چې د دوی انجینرانو په آیفون ګرځند کې، آیپد تابلیتونو او ماک لپتاپونو کې جدي زیان په ګوته کړی. د کشف شوې نیمګړتیا د لوړ خطر له کبله اپل شرکت د ذکر شويو وسیلو ټولو کاروونکیو ته لارښوونه کړې، چې په خپل آیفون، ماک او آیپد کې کارول شوی سافتویر ژر تر ژره تازه کړي.
د موجوده امنیتي نیمګړتیاوو له امله د آی فون تلیفونونو د زیان د شدت په اړه لومړنۍ څیړنې ښیي چې هیکران کولی شي په اسانۍ سره په دې وسایلو کې د امنیتي خلا په کارولو سره د آی فون تلیفونونو بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.
اپل ادعا کوي، چې په سافاري براوزر او iOS عملیاتي سیستم کې زیانمنونکي پېژندل شوي. د شرکت انجنیران هڅه کوي، چې دا امنیتي ستونزې حل کړي او د هکرانو مخه ونیسي، چې د آیفون، ماک او آی پد وسیلو ته خپل نفوذ خپور کړي.
د دې خبر له خپرېدو وروسته د معلوماتي تکنالوژۍ او د شبکې د امنیت په برخه کې ځینو کارپوهانو ویلي: اپل له ډېرې مودې راپدیخوا په خپلو تولیداتو کې د امنیتي تشو له شتون خبر و؛ خو د خپلو ګټو له کبله یې هیڅکله خپاره نکړل. په آیفون تیلیفونونو کې له دومره امنیتي نیمګړتیاو سره سره، د دې وسایلو کاروونکي په جدي خطر کې دي او هکران کولی شي په آسانۍ سره د میلیونونو کاروونکیو معلوماتو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
داسې ښکاري، چې د اپل کمپنۍ د کارپوهانو او مدیرانو د مشورې له مخې، د آی فون او آیپد او میک لپ تاپونو ته د هکرانو د نفوذ څخه د مخنیوي غوره لاره دا ده، چې په دې وسایلو کې کارول شوي سافتویر ژر تر ژره تازه شي.