تازه خبرونه
اړتيا نشته، چې څوک نور د ديني زدکړو لپاره بهر ته ولاړ شي – دیني عالمان
په ننګرهارکې ديني علمان او چارواکي وایي؛ په افغانستان کې د سيمي په کچه پياوړي ديني عالمان او مدرسې شته او هيڅ اړتيا نه ليدل کيږي، چې څوک دې د ديني زدکړو لپاره له هېواد بهر ولاړ شي.
دوی دغه څرګندونې په ننګرهار کې د پوهنې رياست اړوند خصوصي مدرسو د لوړو او ټیټو دورو له فارغینو څخه د آزموينې د اخستني پرمهال کړې دي.
د ننګرهار پوهنې رياست د خصوصي مدارسو د ټیټو او لوړو دورو له فارغ شویو زدکړيالانو څخه د آزموينې اخستنې لړۍ پيل کړې ده.
ننګرهار د پوهنې مشر مفتي حبيب حضرت حقاني وايي؛ په دې آزموينه کې د ۲۶ ښځينه وو په ګډون ۲۱۵ کسانو ګډون کړی، چې شپږ ورځې به روانه وي.
ښوونکيو او ديني عالمانو ويلي؛ په دې وروستيو کې په کوردننه ګڼې مدرسې جوړي شوي او ځانبساينې ته نږدي شوي يوو.
د دیني دارالعلوم ښوونکی شيخ الحديث نويد احمد کاکړ وایي؛ په هېواد کې د سيمي په کچه پياوړ ديني عالمان لرو او اړتيا نه ليدل کيږي، چې يو څوک دې د ديني زدکړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته ولاړ شي.
د آزموينې ګډونوال فیروز خان په آزموينه کې د ګډون له کبله خوښي ښيي او له اسلامي امارت غواړي، چې ديني مدرسو ته دې ډېره پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم ګڼشمېر زدکوونکيو په پاکستان او نورو هېوادونو کې ديني زدکړې کوي او په ټوله کې له حکومت د خلکو غوښتنه دا ده، چې د ديني زدکړو لپاره دې بهرنیو هېوادونو ته د خلکو د تګ مخه ونيسي.
