تازه خبرونه
اړ یوو په افغانستان کې دوه ميليون وګړیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ بنده کړو
(Last Updated On: وږی ۱۴, ۱۴۰۲)
د خواړو نړيوال پروګرام (WFP) څرګنده کړې، د بودجې د سخت کمښت له کبله اړ یو، چې په روانه مياشت کې پر دوه ميليون اړمنو افغانانو د خوراکي توکو د وېش لړۍ بنده کړو.
په تېرو میاشتو کې، له همدې کبله، دې ادارې په دوامداره توګه په افغانستان کې میلیونونه اړو خلکو ته د خوراکي توکو مرستې کمې کړې دي.
د خواړو نړيوال پروګرام وياند ويلي، چې په افغانستان کې د دې ټولنې مرستندويه عمليات د يو ميليارد دالرو د بودجې له کمښت سره مخ شوي.
د بودیجې د کمښت له کبله مرستندویه ادارو اوس لس میلیون افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې بندې کړې دي.
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستو په برخه کې د مرسته کوونکیو هېوادونو لیوالتيا، د نجونو پر کار او زدهکړو محدوديتونه او ظاهراً د بشري مرستو په چارو کې د اسلامي امارت د لاسوهنې لاملونه ياد کړي دي.