تازه خبرونه

اکسین: حکومت دي د پارلماني ټاکنو نیټه معلومه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

حکومت باید ژر د پارلماني ټاکنو نیټه معلومه او د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون هم د چنګاښ له لومړۍ نیټې مخکې کار پیل کړي.

د مدني ټولنو د بنسټونو شبکه پر دې مطلب د ټینګار تر څنګ وایي، په داسې حال کې چې د چنګاښ په لومړۍ نیټه د ولسي جرګې د کارقانوني موده پای ته رسیږي، خو اړتیا ده چې حکومت د دې بنسټ د کار د دوام لپاره یوه قانوني حل ولټوي.

بلخوا د دې شبکې غړي زیاتوي چې په ټاکنیزو بنسټونو کې له پراخو اصلاحاتو پرته به هر ډول ټاکنې هېواد له کړکیچ سره مخامخ کړي.  

د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته د ولسي جرګې د قانوني کار د دوام په اړه اندیښنو، د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون نه جوړېدو او د پارلماني ټاکنو د نیټې نه معلومېدو د مدني ټولنو د بنسټونو شبکه یا اکسین اړ کړه چې د یوې خبرې ناستې له لارې د ملي یووالي حکومت ته وړاندیزونه ولري.

دا شبکه له حکومت غواړي چې ژر دې ننګونو ته رسیدګي وکړي.

د مدني ټولنو د بنسټونو د شبکې د بورد غړیصدیق الله توحیدي:

” له سمونونو او د کمیسیون له لوري له جدي څېړنو پرته د ټاکنو ترسره کېدل به افغانستان له یوې بلې ننګونې سره مخ کړي. اول خو دا چې ښایي ټاکنې ترسره نه شي، او که تر سره هم شي، نو په اوسني ټاګنیز کمیسون کې له سمونونو پرته ټاکنې به ستونزې راولاړې کړي.”          

بلخوا د مدني ټولنو د بنسټونو د شبکې غړي د ملي یووالي له حکومت یو لړ غوښتنې هم لري.

د مدني ټولنو د بنسټونو د شبکې غړیشعیب ناصري:

” د اکسین شبکه وړاندیز کوي چې د ټاکنیزو سمونونو کمیسیون دې د چنګاښ له نیټې مخکې رامنځ ته شي او نیټې ته په پام سره دنده ورته وسپارل شي تر څو یو داسې وړ مهال ویش رامنځ ته شي چې هم ټاکنیز سمونونه او د حکومت مشروعیت دواړه پکې په پام کې ونیول شي.”        

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې ولسمشر غني د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته لارښونه کړې چې دټاکنو نیټه له لسو ورځو څخه په کمه موده کې معلومه کړي، خو د مدني ټولنو د بنسټونو شبکه په ټاکنیزو بنسټونو کې له اصلاحاتو پرته هر ډول ټاکنې جنجالي او د هېواد پر زیان بولي.

 

Trending

Exit mobile version