بی بی سی پښتو

ایا ميندوارې مېرمنې د کورونا واکسین لګولی شي؟

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۶, ۱۳۹۹)
BBC

ميندوارو مېرمنو ته د کوویډ-۱۹ د واکسین لګول څنګه دي؟ شیدې ورکوونکو ميندو ته څنګه؟ ایا واکسین خو به د ماشومانو په راوړلو اغېز نه لري؟

روغتیايي متخصصانو دلته ستاسې دغو پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.

اېرېن ماتیو وايي :”ميندواره وم او تر ټولو ستره اندېښنه مې خوندیتوب و.”

ماتیو د میندوارۍ دویم پړاو کې وه او دا پرېکړه ورترغاړې وه چې واکسین ولګوي که نه؟

هغه د امریکا د ویرجینیا ایالت شارلوتسویلي ښار کې روغتیايي کارمنه او له دې کبله لومړي ګام کې د واکسین لګولو وړ وه.

خو ډاکترې ماتیو ډېرې پوښتنې درلودې.

هغه وايي :”له یوې خوا پر کوویډ-۱۹ د اخته کېدو له لوړ خطر سره مخامخ وم، ځکه د لومړنۍ پاملرنې ډاکتره یم. څرنګه چې دا واکسین نوي دي، له ژوندي وېروس نه دي جوړ شوي او موږ ميندوارو مېرمنو ته د غېر ژوندي واکسین د لګولو د خوندي لارو چارو اوږده مخینه لرو – له بلې خوا موږ د مېندوارۍ پر مهال مېرمنو ته د کوویډ-۱۹ واکسین د لګولو په اړه مالومات نه لرو.”

میندوارو مېرمنو ته د واکسین څه مشوره ورکول کېږي؟

Getty Images

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې دمه یوازې د فایزر- بیواېنټیک او موډېرنا واکسینونو په اړه لارښوونې خپرې کړي او اوس دستي ميندوارو مېرمنو ته د دغو واکسینونو د لګولو سپارښتنه نه کوي.

لامل دا نه دی چې ګوندې دغه واکسین خامخا ميندوارو مېرمنو ته زیان رسوي، بلکې تر اوسه په دې څېړنې نه دي شوي او مالومات نه دي راټول شوي.

خو کله چې میندواره مېرمن روغتیايي کارکوونکې او یا پر کومې روغتیايي ستونزې اخته او له دې کبله د کوویډ-۱۹ له جدي خطر سره مخامخ وي نو د روغتیا نړیوال سازمان وايي: “د دا ډول مېرمنو له ډاکترانو سره په مشوره د واکسین لګولو په اړه غور کېدای شي.”

د روغتیا نړیوال سازمان د میندوارۍ پر مهال د کوویډ-۱۹ خطراتو ته هم اشاره کړې ده.

د دغه سازمان سپارښتنې وايي “میندوارې مېرمنې د غېرمېندوارو مېرمنو پرتله د کوویډ-۱۹ له جدي خطر سره مخامخ دي. کوویډ-۱۹ له وخت د وړاندې زېږون خطر لا ډېروي.”

ډاکترې ماتیو په دې اړه له خپل ډاکتر او نورو همکارانو سره چې هغوې هم مېندوارې وې خبرې او مشورې کړې دې.

هغه وايي: “کله چې مې د دغه نوي واکسین د تیوریکي خو ناڅرګندو خطرونو په اړه فکر وکړ او هغه مې د ميندوارۍ پر مهال د کوویډ-۱۹ له اړخه رښتیني خطر سره پرتله کړل، نو پریکړه راته اسانه او روښانه شوه.”

هغې جنورۍ کې د فایزر بیونټېک لومړۍ دوره واکسین ولګول او ټاکل شوې چې روانه فبرورۍ کې یې دویمه دوره هم ولګوي.

نورو ميندوارو مېرمنو بیا ښايي بل ډول پرېکړه کړې وي.

د امریکا د اوهایو ایالت په سویل لویدیځ کې ‘جوانه سولیوان’ جون کې خپل لومړي ماشوم ته منتظره ده.

هغه وايي له زېږون وړاندې د واکسین لګولو هوډ نه لري.

مالومات څه ښيي؟

Getty Images

تر دې دمه په دې تړاو ډېر مالومات نشته.

د جان هاپکېنز له بیواېنتکس بېرمن اېنسټیټیوټ څخه ډاکتره کارلي کروبینېر وايي ” که څه هم د اوسنیو واکسینو د ښو اغېزو او خوندیتوب ډاډ ورکړ شوی، خو لا پر میندوارو مېرمنو د دغو واکسینو د اغیزو په اړه څېړنې نه دي شوې”.

تر اوسه داسې مالومات نشته چې دغه واکسین دي میندوارو او شیدې ورکوونکو مېندو ته خطر پېښ کړي – لامل دا دی چې تر اوسه په دې تړاو هېڅ څېړنې نه دي شوي.

د واکسین د اغېزو مالوماتو کې ولې میندوارې مېرمنې دي شاملې شوي؟

جان هاپکنز پوهنتون کې د میندوارو مېرمنو د روغتیا او حقوقو متخصصه – ډکتره روت فادین وايي: “په عادي حالاتو کې چې هم کله د نوي واکسین خبره راپورته کېږي، نو ټینګار دا وي چې پر مېندوارو مېرمنو او د هغوي نس کې په لوېدونکو ماشومان باید ازمېښت ونشي. “

هغه زیاتوي بیواېتیکس کې میندوارې مېرمنې “مغلق او پیچلی نفوس” ګڼل کېږي. هغه زیاتوي چې خبره د مور او جنین دواړو ده چې اخلاقي مسوولیت یې پر وړاندې موجود دی.

ایا په دې اړه د هېوادونو تګلارې یو ډول دي؟

کله چې خبره د مېندوارۍ پر مهال واکسین ته راځي نو په دې تړاو د نړۍ د هېوادونو تګلارې سره جلا دي.

د بریتانیا په څېر ځیني هېوادونه د روغتیا نړیوال سازمان ته ورته سپارښتنې عملي کوي.

خو د اسراییل په څېر نورو بیا میندوارې مېرمنې د کوویډ-۱۹ دواکسین لومړیتوب کې شاملې کړي او ټینګار یې دا دی چې نه غواړي دغه میندې او د هغوي نس کې پراته ماشومان خطر ته ورکړي.

هند بیا له دغو هېوادونو سره په توپیر بیخي جلا پریکړه کړې او ويلي یې دي چې میندوارو او شیدې ورکوونکو میندو ته باید د څېړنو تر بشپړېدو وړاندې د کوویډ-۱۹ واکسین ونشي.

په دې اړه به څېړنې کله بشپړېږي؟

Getty Images

بیت اسراییل ډیکونېس روغتیايي مرکز کې د نسايي ولادي ډاکتره هما فرید وايي پر مېندوارو مېرمنو عملي ازمېښت “ښايي میاشتې او کلونه” واخلي.

ډېرې داسې مېندې هم شته چې د اوسني واکسین د لومړني عملي ازمېښت پر مهال مېندواره شوې او بیا تر پایه څارل شوې دي.

پر میندواره مېرمنو د کورونا وېروس د اغیزو په اړه شویو لومړنیو څېړنو هم یو پیچلی تصویر وړاندې کوي.

امریکا کې د ناروغۍ کنټرول د مرکزونو لخوا شوې څېړنې وايي که میندوارو مېرمنو ته کوویډ-۱۹ ورسېږي نو د جدي ناورغۍ او مړینې له خطر سره مخامخېدای شي.

خو بریتانیا کې بیا له دې سره په توپیر ويل شوي مېندوارو مېرمنو کې د کوویډ-۱۹ خطر د نورو کسانو پرتله لوړ او جدي نه دی.

د دغه هېواد څېړنې ښيي چې ډېری مېندوارو مېرمنو د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ډېر خفیف او متوسط علایم ښودلي دي.

د میندواره مېرمنو واکسین په اړه د مالوماتو د کمښت اغیزې ؟

روغتیايي کارکوونکي په دې تړاو د مالوماتو له کمښته اندېښنه ښيي.

ډاکتره هما فرید وايي: “پر دې پوهېږي چې میندواره مېرمنې مو د کوویډ-۱۹ له اړخه له زیات خطر سره مخامخ دي او پر دې هم پوهېږو، چې واکسین عمومآ خوندي دي.”

شېدې ورکوونکي مېندې څنګه؟

Science Photo Library

روغتیايي متخصصان په دې اړه عمومآ د نظر یووالي لري او وايي هېڅ دلیل نشته چې شیدې ورکوونکې میندې دې د کوویډ-۱۹ له واکسین ډډه وکړي.

ډاکتره هما فرید وايي مېندې هڅوم چې واکسین ولګوي ځکه د دوی وجود کې چې کوم معافیت پیدا کېږي د شیدو له لارې د دوی ماشوم ته هم لېږدي او هغوي د ناورغۍ پر وړاندې یو څه خوندي کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په دې اړه هېڅ شواهد نشته چې شیدې ورکوونکې ميندې او د دوی ماشومان دې تر نورو ډېر د کوویډ-۱۹ له خطر سره مخامخ وي.

دغه سازمان سپارښتنه کوي چې شیدې ورکوونکې ميندې دې د نورو عادي وګړو په څېر واکسین ولګوي.

ایا واکسین په زېږون اغیز لري؟

متخصصان وايي که میندې غواړي ماشوم راوړي، نو لومړنۍ موندنې ښيي چې تر واکسین وروسته د ميندوارۍ مخنیوي ته اړتیا نه لري.

ډاکتره کارلي کروبینېر وايي: “داسې هېڅ شواهد نشته چې د کوویډ-۱۹ واکسین دې پر زیږون اغېز ولري.”

هغه زیاتوي ځینې مېرمنې چې د اوسنیو واکسینو په لومړني عملي ازمېښت کې شاملې وې – په دې بهیر کې ميندواره شوې دي.

هغه زیاتوي: “مېرمنې بایډ ډاډمنې شي چې واکسین یې راتلونکې کې د مېندوارۍ چانس ته هېڅ خطر نه پېښوي.”

متخصصان هیله من دي چې د وخت تېرېدو سره به په دې اړه شته اندېښنې حل شي.

Trending

Exit mobile version