روغتيا
ایتالوي داکترانو ۷۰ کیلو ګرامه وزن لرونکی تومور لرې کړ
د ایتالیا په یوه روغتون کې د جراحۍ بېړني څانګې داکترانو د یوې ښځې له رحمه یو ۷۰ کیلوګرامه وزن لرونکې تومور بریالی راپورته کړ.
ځایي رسنیو د روغتون د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ په وروستیو اوونیو کې یوه میرمن د تورین ښار مولینیت روغتون بېړنۍ څانګې ته د تنفسي ستونزې له کبله راوستل شوه، چې بیا له کتنې وروسته یې د ستونزې علت په رحم کې د تومور شتوالی وښودل شو.
د روغتون د څرګندونو له مخې؛ تومور د میرمنې پر سږو فشار راوړی و، چې د سمې سا اخیستنې مخنیوی یې کاوه. د درملنې لاندې له ونیولو وروسته بیا جراحي پرې ترسره شوه.
د روغتون په راپور کې راغلي؛ میرمن د جراحۍ پرمهال او له عملیاتو وروسته له کومې ستونزې سره مخ نشوه او له روغتون څخه ډاډمنه او له روغتیا برخمنه رخصت شوه.
