سوداگري

ایران، افغانستان او تاجکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا وغږېدل

د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ویلي، دغه غونډه د چنګاښ پر درویشتمه او څلیریشتمه / د جولای پر څوارلسمه او پېنځلسمه د خراسان رضوي ولایت په مرکز مشهد ښار کې د درې واړو هېوادونو د چارواکو پر ګډون جوړه شوې وه.

Published

on

 

ایران، افغانستان او تاجکستان په یوه درې‌اړخیزه غونډه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي او سړکیز لېږد رالېږد د همکاریو د پراختیا لارې چارې وڅېړلې.

د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ویلي، دغه غونډه د چنګاښ پر درویشتمه او څلیریشتمه / د جولای پر څوارلسمه او پېنځلسمه د خراسان رضوي ولایت په مرکز مشهد ښار کې د درې واړو هېوادونو د چارواکو پر ګډون جوړه شوې وه.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې د توکو د سړکیز لېږد رالېږد په برخه کې د درې‌اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، د ټرانزیټي دهلېزونو فعالول، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی او د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا د بحث اړین ټکي وه.

د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ټینګار کړی، چې دغه نوښت کولی شي نړیواله سوداګري آسانه او په سیمه کې له پرله‌پسې پرمختګ ملاتړ وکړي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د مشهد غونډه له ګډو ظرفیتونو څخه د غوره ګټې اخیستنې، د سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا، په نړیوالو ټرانسپورټي دهلېزونو کې د سیمې د ونډې د زیاتوالي او د ټرانزیټي بنسټیزو پروژو د پراختیا لپاره اړین ګام بلل کېږي.

Trending

Exit mobile version