تازه خبرونه
ایراني او افغان سوداګر دې په افغانستان کې پانګونه وکړي – امیرخان متقي
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر او ورسره مل پلاوي تېره ورځ ( د مرغومي ۴ ) د ایران مشهد ته د سفر پر مهال د افغان-ایران ګډې سوداګرۍ خونې له لوري په جوړه شوې ماښامنۍ کې له افغان او ایراني سوداګرو سره وکتل.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې امیر خان متقي د اسلامي امارت پر اقتصاد محوره متوازن بهرني سیاست او په افغانستان کې رامنځته شویو سوداګریزو، اقتصادي، صنعتي او زراعتي فرصتونو پوره رڼا واچوله؛ ایراني او افغان سوداګر یې وهڅول، چې په افغانستان کې ډاډمنه پانګونه وکړي او افغان حکومت به یې په ټول ځواک سره تر شا ولاړ وي.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ امیر خان متقي د افغانستان ټرانزیټي اهمیت ته په نغوته ( اشاره) کې د ګاونډ هېوادونو، سیمي او نړۍ ترمنځ د نښلون لارې پر ګوته کړې او د واخان دهلیز پر ارزښت یې هم بشپړې خبرې وړاندې کړې.
د هیواد د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په افغانستان او سیمه کې د ښه امنیت، یوالي، اقتصادي ودې او هر اړخیزو همکاريو په اړه هم څرګندونې کړي او څرګندوي، چې افغان حکومت به پخپل ټول توان د سیمې د ښېرازۍ لپاره هڅې کوې او هیچاته اجازه نهورکوي، چي د افغانستان په ګډون د ګاونډ او سیمهییزو هېوادونو امنیت وننګوي یا هم ورته زیان ورسوي.
په دې ناسته کې د خراسان رضوي ولایت د والي او مرستیال په ګډون په تهران کې د افغانستان لوی سفارت چارسمبالي، په مشهد کې افغان جنرال کونسل، د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولینو او د دواړو هېوادونو سوداګرو برخه اخیستې وه.