تازه خبرونه

ایراني دیپلوماتانو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره کندوز ته سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۲)

په مزارشريف كې د ایران کونسلګرۍ د استازي حسين يحيوي پر مشرۍ د دې هېواد يوه پلاوي د كندوز له والي سره د سوداګرۍ او ګرځندوى پر مسايلو خبرې وكړې.

په کندوز ولایت کې د افغانستان اسلامي امارت چارواکي وايي، دغه ولایت ته د ایراني پلاوي په سفر کې د دواړو لوریو ترمنځ پر مهمو اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیتي او ښوونیزو مسایلو خبرې وشوې.

په مزارشريف كې د ايران د اسلامي جمهوريت جنرال قونسل سيد حسن يحيوي ويلي، چې په دغه سفر كې د كندوز له والي سره په ليدنه كې د ګډو ګټو او سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې اترې او د نظريو تبادله وشوه.

سید حسن يحيوي زياته کړې: په دې کتنه کې د سوداګرۍ او اقتصاد او په دې برخه کې د پرتو خنډونو د لرې کولو په اړه هم خبرې وشوې.

له دې مخکې ایراني رسنیو ویلي وه، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د پانګونې لپاره د ایران لیوالتیا زیاته شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو هڅې روانې دي.

د اپریل پر دېرشمه د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي له افغانستان او نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره د امریکايي دالرو پر ځای د ایراني ریال پر ارزښت ټینګار وکړ. هغه د دې کړنلارې پر عملي کیدو او د ارزښت وړ رول لوبولو پر وړتیا باور څرګند کړ.

هغه وایي: مونږ کولی شو له عراق، افغانستان او د سیمې له ځینو هېوادونو سره خپل ریال وکاروو. دا په بشپړه توګه د ترسره کولو وړ دی. نور مسایل هم شته، چې باید پرې بحث وشي او خامخا مهم او اغېزمن رول لوبولی شي.

Trending

Exit mobile version