تازه خبرونه
ایراني پلاوي د افغانستان په اړه له پاکستانیو چارواکو سره وکتل
د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
په دې لیدنه کې، چې په اسلامآباد کې ترسره شوې؛ جلیل عباس جیلاني د یوه سولهییز او باثباته افغانستان لپاره د پاکستان ژمنه تازه کړې او د سیمهییز ثبات لپاره یې د همغږۍ د زیاتولو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.
هغه سولهییزې او باثباته سیمې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د هڅو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
د دوشنبې پر ورځ د پاکستان ډیپلوماټیکو سرچینو تائید کړې، چې د ایران څلور کسیز پلاوي د یکشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د خبرو لپاره اسلامآباد ته راغلی دی.
حسن کاظمي قُمي د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي ځانګړی استازی دی، چې د افغانستان په اړه د پالیسۍ په جوړولو کې مهم رول لري.
دغه راز قُمي او ورسره مل پلاوي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره هم کتلي دي.
د راپورونو له مخې؛ دواړه هېوادونه د خپلو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې له کارولو اندېښنې لري؛ ځکه، چې داعش د ایران په کرمان ښار کې د خونړي برید پړه پر غاړه اخیستې او د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي په دې اړه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره هم کتلي دي.
له بلې خوا پاکستان هم ادعا کوي، چې تحریک طالبان پاکستان د خپلو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د نورو هېوادونو پر ضد د خپلې خاورې د نهکارولو ډاډ څرګند کړی او د سیمې د وضعیت په اړه یې په کابل کې د ګاونډ هېوادونو د استازیو د ناستې وړاندیز کړی دی.
