تازه خبرونه

ایراني پلاوي د دهراوود د اوبو بهیر د عادي اوبو پر پرتله لږ ارزولی

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې د ایران تخنیکي پلاوي ته د دهراوود د اوبو د کچې معلومولو زمینه برابره شوه، چې د اوبو بهیر وګوري. دغه پلاوي د وچکالۍ د اغېزو له کبله د اوبو جریان د عادي کال پر پرتله خورا ټیټ ارزولی دی.
یاد وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د زمري ۲۲ ) څرګنده کړې؛ پر هغه ورځ، چې ایراني پلاوي د دهراوود اوبه اندازه کړې؛ د اوبو جریان په یوه ثانیه کې له اووه متر مکعب څخه کم و، چې دا یو رښتینی ټکان ورکوونکی حالت دی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم راغلي: د ایراني پلاوي د کتنو په پایله کې معلومه شوه، چې د هلمند سیند د اوبو جریان لږ دی او د دې سیند مرستیالان لکه: ارغنداب، موسی کلا، ارغستان او ترنک بشپړ وچ دي او یوازې د سیلابونو اوبه په کې تېریږي. په دې حالت کې د هلمند سیند اوبه دلتا ته رسیدل خورا ستونزمن شوي دي.
د اعلامیې له مخې؛ لیدلی شو، چې ایران ته د اوبو به نه رسېدنه کې هیڅ انساني عمل یا اراده دخیل نه‌ده، بلکې وچکالي یې لامل دی.
د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، که باران ووریږي او وړ شرایط برابر شي، اسلامي امارت به د افغانستان د نیمروز ولایت او د ایران اسلامي جمهوریت د سیستان د اوسیدونکیو ملاتړ وکړي او د هلمند د اوبو حق به ورکړ شي.

Trending

Exit mobile version