سیمه ییز خبرونه
ایراني پولیسو د بې حجابۍ د مخنیوي لپاره یو ځل بیا عملیات پیل کړل
په ایران کې د ارشاد پولیسو یو ځل بیا د دغه هېواد د قانون پلي کولو لپاره پر ښځو د پړوني پر سر کولو عملیات پیل کړل.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ایران د پولیسو ویاند سعید منتظرالمهدي ویلي، چې پهدې اړه مو په ټول هېواد کې پیاده او موټریزې څارنې او پلټنې روانې ساتلې دي.
د ترکیې اناتولي خبري سرچینې په ډاګه کړې؛ دا عملیات له ۱۰ میاشتني ځنډ وروسته بیا پیل شول.
د ۲۰۲۲ ز. کال په سپتمبر کې د یوې ۲۲ کلنې میرمنې د نیولو له کبله، چې د پولیسو په بند کې یې بیا سا ورکړه؛ یو شمېر خلکو دا کړنه وغندله او په ټول هېواد کې یې نه یوازې لاریونونه پیل کړل، بلکې ښځو له سرونو خپل پړونې هم لرې کړل.
د حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د مهسا امیني له مړینې وروسته په څو میاشتنیو ناکراریو کې د امنیتي کسانو په ګډون له ۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول. په داسې حال کې، چې د بشري حقونو ډلو د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰۰ ډېر اعلان کړی دی.
په دغو لاریونونو کې، چې د جنورۍ تر میاشتنې روان ول؛ په کې د ګډون پر تور لږ تر لږه اووه کسان اعدام شوي او یوشمېر نور په زندانونو کې د مرګ شېبو ته په تمه ناست دي.