سیمه ییز خبرونه
ایراني پیلوټان مو نهدي نیولي؛ د یوه هغه مړی موندل شوی دی- قطر
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې پر ورځ ویلي، ایراني پیلوټان د روان کال په لومړیو کې د قطر هوايي حریم ته ننوتي وه؛ خو د قطري چارواکو اړیکې ته یې ځواب نهو ویلی.
قطر ويلي؛ ایراني پیلوټان یې نه دي نیولي، بلکې د یوه ایراني پیلوټ مړی یې له هغې وروسته موندلی، چې د دغه هېواد له هوايي حریم څخه یې سرغړونه کړی وه.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې پر ورځ ویلي، ایراني پیلوټان د روان کال په لومړیو کې د قطر هوايي حریم ته ننوتي وه؛ خو د قطري چارواکو اړیکې ته یې ځواب نهو ویلی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، له دې وروسته د قطر د لټون او ژغورنې ډلو د یوه پیلوټ د مړي پاتې شوني موندلي او قطري چارواکو د مړي د لېږد د همغږۍ لپاره له ایران سره اړیکه نیولې ده.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې تهران تر اوسه د دوحې هغې بلنې ته ځواب نهدی ورکړی، چې د دې عملیاتو اړوند جزئیات وڅېړل شي.
دا موضوع په داسې حال کې راپورته شوې، چې په منځني ختیځ کې سیمهییز تاوتریخوالی او د هوايي حریم د امنیت په اړه اندېښنې اوس هم دوام لري.