سیمه ییز خبرونه
ایرانیان په تهران کې د آیت الله خامنهیي د الوداع مراسم ترسره کوي
د ایران اسلامي تبلیغ شورا رییس حجت الاسلام محمودي څرګنده کړې، چې د الوداع مراسم به په سیمهییز وخت د شپې پر لس بجو د پلازمېنې د امام خمیني د لمانځه په تالار کې پیل شي.
د ایران دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ ایرانیان به نن( چارشنبه) په تهران کې راټول شي او د ارواښاد ستر رهبر آیتالله علي خامنهیي د الوداع مراسم، چې د روانې اوونۍ په پیل کې یې د اسرائیلو او امریکا د هوایي بریدونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ ترسره کړي.
د ایران اسلامي تبلیغ شورا رییس حجت الاسلام محمودي څرګنده کړې، چې د الوداع مراسم به په سیمهییز وخت د شپې پر لس بجو د پلازمېنې د امام خمیني د لمانځه په تالار کې پیل شي.
خلکو ته به اجازه ورکړ شي، چې خپل درناوی وړاندې کړي. تمه ده، چې مراسم به درې ورځې دوام وکړي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د جنازې د مراسمو جزئیات به په وروستي پړاو کې اعلان شي.
له تهران څخه خپرېدونکي انځورونه ښیي، چې په ټول ښار کې لنډمهاله یادناستې روانې دی او خلک د ۸۶ کلن رهبر د غم لپاره مخ پر راټولېدا دي. چارواکو له خلکو غوښتنه کړې، چې په مراسمو پراخ ګډون وکړي.
خامنهیي، چې له درې لسیزو څخه زیات یې ایران رهبري کړی؛ د هېواد د کورني او بهرني سیاست په جوړولو کې یو مرکزي شخصیت و. د امریکا او اسرائیلو دواړو پر وړاندې یې کلک دریځ ساتلی و.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې هغه د شنبې پر ورځ د امریکا او اسرائیلو په ګډو هوايي بریدونو کې ووژل شو. دا هغه بدلون دی، چې په سیمه کې یې تاوتریخوالی بېساری زیات کړی دی.
راپور شوی وژنه د ایران لپاره یوه مهمه شېبه ده، چې د ځایناستې، کورنيثبات او د منځني ختیځ لپاره د پراخو جیوپولیتیکي پایلو په اړه پوښتنې راپورته کوي.
سیمه ییز خبرونه
پاکستان، سعودي عربستان او ترکیه د مکې نوی دفاعي ائتلاف پیاوړی کوي
د دې درې هېوادونو لوړپوړیو چارواکو د دوشنبې پر ورځ په استانبول کې له لوړې کچې خبرو وروسته دغه تړون پر رسمي بڼه« د مکې دفاعي ائتلاف» ونوماوه.
پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د خپل نوي ګډ دفاعي تړون د عملي کولو پر لوري یو بل ګام پورته کړ او د دې تړون له مخې یې د جوړې شوې ګډې کمیټې لومړنۍ غونډه ترسره کړې ده.
د دې درې هېوادونو لوړپوړیو چارواکو د دوشنبې پر ورځ په استانبول کې له لوړې کچې خبرو وروسته دغه تړون پر رسمي بڼه« د مکې دفاعي ائتلاف» ونوماوه.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، د دغه ائتلاف دایمي دارالانشاء به په ریاض کې جوړېږي او تمه ده، چې لومړنی سرمنشي به یې له پاکستان څخه وي.
دغه ائتلاف د اګست پر اوومه د دې درې هېوادونو له لوري د « مکې ګډ دفاعي تړون» له لاسلیک وروسته رامنځته شو. د تړون له مخې، پر یوه غړي برید به پر ټولو درې غړیو برید ګڼل کېږي.
فیدان ویلي، دغه ائتلاف د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د کورنیو چارو په اړه د نه لاسوهنې پر درناوي ولاړ دی او ټینګار یې کړی، چې د سیمې نورو هېوادونو ته هم د ګډون لپاره پرانیستی دی.
د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې لوړپوړیو سیاسي او پوځي چارواکو ګډون کړی و. په خبرو کې د پوځي وړتیاوو د همغږۍ، ګډو پوځي روزنو، د دفاعي صنعت د همکارۍ، ګډ تولید او څېړنې او د ترهګرۍ ضد مبارزې د همغږۍ په اړه بحث وشو؛ خو اوس هم دا پوښتنې پخپل ځای پاتې ده، چې د یوه واقعي پوځي کړکېچ پر مهال به دغه تړون څنګه عملي کېږي.
د استانبول غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې په سیمه کې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي او له یوې میاشتې وقفې وروسته د دوشنبې پر ورځ د امریکا او ایران ترمنځ بیا بریدونه شوي دي.
واشنګټن ویلي، ځواکونو یې د هرمز تنګي په لارک ټاپو کې د ایران د سپاه پاسداران دوه راکټ توغونکي ویشتلي دي. ایران وروسته ادعا وکړه، چې په اردن او متحده عربي اماراتو کې یې د امریکا پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي؛ خو دواړو هېوادونو رد کړې، چې پر پوځي اډو یې برید شوی دی.
دغه بدلونونه د پاکستان لپاره یوه حساسه ننګونه رامنځته کوي؛ ځکه دغه هېواد له سعودي عربستان سره نږدې امنیتي اړیکې لري؛ خو په ورته وخت کې هڅه کوي، چې د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
فیلډ مارشال عاصم منیر د اګست پر څلیریشتمه تهران ته تللی و او له ایراني لوړپوړیو چارواکو سره یې خبرې کړې وې. پاکستان هڅه کوي، چې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د دوامدار تړل کېدا د ستونزې د اواري لپاره ډیپلوماټیکې هڅې بېرته پیاوړې کړي.
شنونکي خبرداری ورکوي، که دغه درې اړخیز تړون د ایران پر ضد د یوه اقدام په توګه وپېژندل شي، د پاکستان دریځ به نور هم ستونزمن شي.
دغو هېوادونو ټینګار کړی، چې دا تړون دفاعي بڼه لري او د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نهدی.
دغه تړون ښايي په پای کې له درې بنسټګرو غړیو څخه د نورو هېوادونو تر ګډون پورې پراخ شي. پاکستان او ترکیې هم ویلي، چې نور هېوادونه کولی شي له دغه تړون سره یوځای شي.
مصر د احتمالي غړیو له مهمو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. قاهرې له دې مخکې د سیمهییز ثبات په اړه له پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې سره په بحثونو کې ګډون کړی او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د مصر غړیتوب ممکن دی. ویل کېږي مصر د پرېکړې له کولو مخکې د دې غړیتوب حقوقي او اساسي قانوني پایلې ارزوي.
بنګلهدېش هم په څرګنده له دغه تړون سره له لېوالتیا خبره کړې ده.
په خلیجي سیمه کې قطر، کویټ او بحرین هم احتمالي غړي یاد شوي؛ ځکه له درې بنسټګرو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او د خپلو امنیتي همکاریو د پراخولو لېوالتیا لري.
د تړون هر ډول پراختیا به د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د نويو غړیو د منلو او هغوی ته د امنیتي ژمنو د ورکړې په اړه هوکړې ته اړتیا ولري.
د استانبول غونډه د دې لپاره یو مهم لومړی ګام بلل کېږي، چې د مکې دفاعي ائتلاف له یوه سیاسي تړون څخه یوه منظم سیمهییزې امنیتي ونډې ته واوښت.
سیمه ییز خبرونه
د ایران خارک ټاپو به له خاورو سره خاورې شي – ډنالډ ټرمپ
خارک ټاپو د ایران د نفتو له مهمو صادراتي مرکزونو څخه دی او د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل مخکې د دغه هېواد شاوخوا ۹۰ سلنه نفت له همدې ټاپو صادرېدل. پر خارک برید کولی شي د ایران د نفتو صادرات او اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د ایران د نفتو پر مهم مرکز خارک ټاپو؛ بریدونه شوي دي.
ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي:« خارک ټاپو به له خاورو سره خاورې شي» خو د برید د څرنګوالي او اوښتو زیانونو په اړه یې نور جزئیات نهدي ورکړي.
هغه دغه لیکنه د سختو چاودنو له یوې ویډیو سره خپره کړې ده.
رویټرز څرګنده کړې، ښايي دا ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا پر مرسته جوړه شوې وي.
سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت هم د ټرمپ د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
خارک ټاپو د ایران د نفتو له مهمو صادراتي مرکزونو څخه دی او د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل مخکې د دغه هېواد شاوخوا ۹۰ سلنه نفت له همدې ټاپو صادرېدل. پر خارک برید کولی شي د ایران د نفتو صادرات او اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ کړي.
په هرمز تنګي کې نښتې
دغه راز یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې د دې هېواد ځواکونو د هرمز تنګي ته نږدې په لارک ټاپو کې د ایران دوه توغندي ویشتونکي پر نښه کړي دي.
د دې چارواکي د څرګندونو له مخې، د سپاه پاسداران ځواکونه په هرمز تنګي کې د راکټونو توغولو او سمندري ماینونو د ځای پر ځای کولو لپاره چمتووالی نیوه.
ایران په غبرګون کې د اردن پر دوه امریکايي پوځي اډو بالسټیک توغندي توغولي دي.
د اردن دولتي ټلوېزیون ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونو هغه اته توغندي شنډ کړي، چې د دوی هوايي حریم ته ننوتي وه.
سپاه پاسداران هم ویلي، چې په دغو بریدونو کې یو شمېر سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي او تهران به دغو بریدونو ته ځواب ورکړي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې د سپاه پاسداران د ماین اېښودونکو ځواکونو پر وړاندې یې بریدونه «محدود او دقیق» ول او په هرمز تنګي کې د« نږدې ګواښ» د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي.
همدارنګه د بېړیو د تګ راتګ معلومات ښيي، چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ د اوونۍ د پای په ورځ کې شاوخوا پېنځه بېړیو ته راټیټې شوې دي. ځینو بېړیو هم د بریدونو د مخنیوي لپاره خپل د اتومات پېژندنې سیسټمونه بند کړي دي.
هرمز تنګی د نړۍ له اړینو انرژۍ لېږدونکو لارو څخه دی او د جګړې له پیل مخکې د نړۍ نږدې پېنځمه برخه خام نفت او طبیعي مایع ګاز له همدې لارې لېږدول کېدل.
سیمه ییز خبرونه
د ایران د صادراتو او وارداتو کچه ۳۵ سلنه راټیټه شوې
پزشکیان ویلي، سره له اقتصادي فشارونو؛ ایران له امریکا سره د جون د لنډمهالې هوکړې پر مهال شاوخوا ۹۰ میلیون بېرله تېل پلورلي دي. هغه د دغې هوکړې د بیا پلي کېدا غوښتنه کړې ده.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ويلي، د امریکا د بندیزونو او د ایران د بحري بندرونو د محاصرې له کبله د دغه هېواد صادرات او واردات نږدې ۳۵ سلنه کم شوي دي.
پزشکیان ویلي، سره له اقتصادي فشارونو؛ ایران له امریکا سره د جون د لنډمهالې هوکړې پر مهال شاوخوا ۹۰ میلیون بېرله تېل پلورلي دي. هغه د دغې هوکړې د بیا پلي کېدا غوښتنه کړې ده.
دغه راز د ایران حکومت ویلي، چې د جګړې او بندیزونو د اقتصادي پایلو مخنیوی یې لومړیتوب دی. د انفلاسیون کمول، د بازار سمبالول، د کار زمینه برابرول، د کورني تولید ملاتړ او له ډالر سره د تړاو کمول د یادو پروګرامونو له ډلې دي.
د راپورونو له مخې، په ایران کې کلنی انفلاسیون تېره میاشت ۶۶ سلنې ته رسېدلی دی. د ایران رهبر هم له حکومته غوښتي، چې د خلکو د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره جدي ګامونه واخلي.
تهران ټینګار کړی، چې د امریکا د فشارونو پر وړاندې به شاتګ ونهکړي او خپلې ډیپلوماټیکې هڅې به روانې وساتي. قطر او پاکستان هم د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو او هوکړې د بیا پیل لپاره هڅې کړې دي.
د هرمز تنګی اوس هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه دی.
دغه اوبلاره له جګړې مخکې د نړۍ د شاوخوا ۲۰ سلنې تېلو او مایع ګازو د لېږد لپاره کارېده او ایران وايي، چې د دې لارې کنټرول له دوی سره دی.
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶/۲۷ د افغانستان کرکټ لوبو د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد امریکا د استازو په جرګه کې لومړنۍ افغانتوکمې غړې عایشې وهاب لوړه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoله اسلامي امارت سره د تعامل کوم پلان نهلرو- امریکا
-
تازه خبرونه4 days agoآلمان د جرمي مخینې لرونکي ۲۲ افغان پناهغوښتونکي کابل ته ولېږدول
-
تازه خبرونه4 days agoد شانګهای همکاریو ټولنه دې له افغانستان سره منظمې خبرې بیا پیل کړي – ازبکستان
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoپه یو کال کې ۲۰ میلیون ماشومان له انلاین جنسي ځورونې سره مخ شوي
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت مشر د ټرافیکي پېښو په اړه فرمان صادر کړ
-
سوداگري3 days agoافغان او روسي چارواکو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
