تازه خبرونه
ایران افغانستان ته د دوغارون له لارې د یو میلیارد دالرو له ارزښته ډېر صادرات لري
(Last Updated On: تله ۱۲, ۱۳۹۹)
ایران په تېرو شپږ میاشتو کې د دوغان د ځانګړي اقتصادي زون له لارې افغانستان ته د یو میلیارد دالرو له ارزښته دېر توکي صادر کړي دي
د ایران ایرنا خبري سرچینې څرګنده کړې، چې د روان کال د مارچ له ۲۰ افغانستان ته د ایران د صادراتو په ارزښت کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۳ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د دوغارون اقتصادي زون مشر محمد رستمي ویلي، چې زرګونه لارۍ توکي د ایران له دوغارونه د هرات ولایت له لارې افغانستان ته وړل شوي دي.
هغه ویلي، چې ساختماني او خوراکي توکي هغه صادرات دي، چې د دوغارون د اقتصادي زون له لارې افغانستان ته لیږدول کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان ایران ته د دوه نیم میلیون دالرو پر ارزښت توکي صادر کړي دي.