بی بی سی پښتو

ایران: ‘افغانستان د لمر لګېدو او باد چلېدو له پلوه بډای هېواد دی’

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۶, ۱۳۹۹)
Reuters
ایران وايي، د نړۍ تر ټولو ستر بادزېږ ډګر د ایران ختیځ ته پروت دی، خو ډېره برخه یې افغانستان کې ده.

د ایران د انرژۍ مرستیال وزیر او د نوېدونکې انرژیو او د برېښنا د تولید ادارې مشر محمد ساتکین وایي: “د ایران د باد اطلس” د دې هېواد ختیځه سیمه کې له خورا ډېرې بادي وړتیا د کار اخیستلو لپاره تدوین شوی دی. د هغه په خبره، افغانستان هم د لمر وړانګو او باد چلېدو له پلوه بډای هېواد دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور پر بنسټ محمد ساتکین د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، له ۱۳۸۳ کال کې راهیسې د ایران د ختیځې سیمې د بادي انرژۍ وړتیا پېژندلو کار ترسره شوی او له افغانستان سره ګډ بادي ډګر وپېژندل شو

هغه زیاته کړې “د نړۍ تر ټولو ستر بادزېږ ډګر” د ایران په ختیځ کې پروت دی چې د برېښنا د تولید له ۴۰ سلنې ډېره وړتیا لري او ډېره برخه یې په افغانستان کې پرته ده، چې د پېژندل شوې ۱۵ زره مېګا واټه ۵ زره میګا واټه یې د ایران په خاوره کې پرته ده.

ښاغلي ساتکین ویلي، ایران هڅه کوي له هغو ګاونډیو هېوادونو سره چې دې برخه کې اړتیا لري خبرې وکړي او ډېر پام یې افغانستان ته دی، ځکه د هغه په اند “افغانستان په دې برخه کې لاس ناخوړلی هېواد دی.”

ساتکین زیاته کړه، ایران دې برخه کې افغانستان ته تجهیزات صادرولی شي.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د نوېدونکې انرژۍ لپاره غوره بازار دی او د هېواد په کچه د برېښنا شبکه نه لري او په وینا یې ایران باید ورسره د بنسټونو جوړولو کې مرسته کړي. .

ښاغلي ساتکین وویل، نوېدونکې انرژي د نويو بازارونو د موندلو لپاره ښه زمینه لري او دې برخه کې د ایران او افغانستان چارواکي پرلپسې اړیکي لري.

د ایران د انرژۍ مرستیال وزیر نوېدونکو انرژیو او د برېښنا تولیدولو ادارې له خوا د ایران بادي اطلس تدوین ته په اشاره دا اطلس “د نړۍ په کچه خورا کره تدوین شوی اطلس” وباله.

هغه وویل، د دې اطلس د تدوین لپاره یې د خورا کره زاویو ترلاسولو ته ان د افغانستان خاورې ته هم نفوذ کړې، ترڅو د جرمني او ډنمارکي شرکتونو په مرسته دا بادي اطلس “چې په خپل ډول کې سیال نه لري” جوړ شي.

افغان چارواکو دې بادي اطلس کې د خپلې همکارۍ په هکله څه نه دي ویلي

Trending

Exit mobile version