تازه خبرونه
ایران او ازبکستان له افغانستان سره د سیمې هېوادونو د مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ
د شنبې پر ورځ په تهران کې د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ازبکستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر بختیار سعیدوف د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ګاونډ هېوادونو د همکارۍ او مرستې پر اړتیاوو ټینګار وکړ.
د ازبکستان بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر په مشرۍ پلاوی د شنبې پر ورځ تهران ته رسېدلی دی.
ایران او ازبکستان تل د افغانستان د ثبات لپاره د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار څرګند کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په دې وروستیو کې ویلي، چې د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندل د ټولګډونه حکومت د جوړولو په ګډون د خپلو ژمنو له پوره کولو سره تړاو لري.
اسلامي امارت تل ویلي، چې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په ګډون یې د رسمیت پېژندلو ټول شرایط پوره کړي دي.