تازه خبرونه
ایران او افغانستان د قراردادي کرنې په اړه د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیلوي
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس محمود سیادت ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندنه کولی شي سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي. یعنې د اوږدمهاله پانګونو او د خصوصي سکټور د فعالیتونو لپاره د باور زمینه برابره کړي.
ایران له افغانستان سره د قراردادي کرنې او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا له لارې د خپل اقتصادي حضور د پراخولو ارزونه کوي. په داسې حال کې، چې د ایران له لوري د افغان حکومت د احتمالي رسمیت پېژندنې په اړه هم بحثونه روان دي.
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس محمود سیادت ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندنه کولی شي سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي. یعنې د اوږدمهاله پانګونو او د خصوصي سکټور د فعالیتونو لپاره د باور زمینه برابره کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې همدا اوس هم د ښه کېدا په حال کې دي او رسمیت پېژندنه کولی شي لویې پروژې( د افغانستان له لارې له ایران څخه تر چین پورې د اوسپنېپټلۍ نښلول او بنسټیزې پانګونې) آسانه کړي.
محمود سیادت د ګمرکي معلوماتو له مخې زیاته کړې؛ افغانستان ته د ایران کلني صادرات له ۲.۵ میلیارډ ډالرو زیات دي. په داسې حال کې، چې افغان چارواکي له ایران څخه د وارداتو کچه تر ۳ میلیارډ ډالرو زیاته اټکلوي. همدارنګه افغانستان ته د ایران د توکو او خدمتي چارو ټولیز صادرات په کال کې شاوخوا ۳.۵ میلیارډ ډالر اټکل شوي دي.
دغه راز نوموړی کرنه د راتلونکو همکاریو له مهمو برخو بولي او څرګندوي، چې ایران غواړي د قراردادي کرنې د پلي کولو له لارې د افغانستان د کرنیزو تولیداتو په برخه کې پانګونه وکړي. د دې طرحې له مخې، ایراني شرکتونه به د ټکنالوژۍ پر لېږد او د حاصلاتو د پېرودلو پر ډاډ د افغانستان د کرنې او مالدارۍ محصولات د ایران بازار ته صادر کړي.
ویل کیږي، چې دا همکاري کولی شي د لرې بازارونو په اړه د ایران تکیه کمه کړي او هممهاله افغان بزګرانو او تولیدوونکو ته اقتصادي فرصتونه برابر کړي.