تازه خبرونه

ایران او افغانستان له مخدره توکو سره د مبارزې په اړه ګډه هوکړه وکړه

ایرنا خبري سرچینې پرون (سې شنبه د زمري دېرشمه) په خپل خپور شوي راپور کې لیکلي، چې اسلامي امارت او ایران له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره د معلوماتو پر تبادله هوکړې ته ورسېدل.

Published

on

ايراني رسنيو له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد د چارواکو او د اسلامي امارت تر منځ د هوکړې او همداراز له نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه د ايران، افغانستان او پاکستان د درې اړخيزو هڅو له بيا فعالېدو خبر ورکړی دی.

ایرنا خبري سرچینې پرون (سې شنبه د زمري دېرشمه) په خپل خپور شوي راپور کې لیکلي، چې اسلامي امارت او ایران له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره د معلوماتو پر تبادله هوکړې ته ورسېدل.

د ایران له نشه‌ایزو توکو سره د مبارزې ادارې مرستیال محمد زارعي ویلي، چې د اسلامی امارت له پلاوی سره په کتنه کې له نشه‌ایزو توکو سره د مبارزې په اړه د معلوماتو د تبادلې او په دې برخه کې د تجربو او ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو هړکړه وشوه.

نوموړي دا څرګندونې کابل ته د ايراني پلاوي له سفر وروسته په يوه خبري ناسته کې کړي او د شوې هوکړې له مخې يې ويلي، چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې سيمه‌ييز او څو اړخيز بحثونه بايد د اجنډا په سر کې وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې اړه لازمې پرېکړې شوي او لازم تدابير نيول شوي، چې دواړه لوري له معلوماتي وړتیاوو څخه پر ګټنې د نشه‌يي توکو د قاچاق وړونکیو لويې ډلې پر نښه کړي.

ایرنا همداراز د محمد زارعي د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې له نشه‌ایزو توکو سره د مبارزې لپاره د ایران، افغانستان او پاکستان د درې اړخیزه نوښت فعالول، چې دفتر یې په تهران کې دی او اوس غیر فعال دی کابل ته د دغه سفر په لړ کې د دواړو لوریو یوه اړینه غوښتنه وه.

Trending

Exit mobile version