سیمه ییز خبرونه
ایران او روسیه په سوریه کې له پوځ او حکومته ملاتړ کوي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د روسیې له سرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې دا بریدونه د امریکا او اسرائیلو د جګړې یوه برخه ده.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ( د لیندۍ لسمه ) د وسلوالو جنګیالیو په برید کې د سوریې له حکومت او پوځ څخه ملاتړ وکړ.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د روسیې له سرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې دا بریدونه د امریکا او اسرائیلو د جګړې یوه برخه ده.
دولتي رسنیو ویلي، دا د سیمې د بې ثباته کولو پروګرام دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې، چې د دې ټیلیفوني اړیکې په اړه ویل شوي؛ دواړو لوریو په حلب او ادلب ولایتونو کې د وسلوالو جنګیالیو د بریدونو له کبله په سوریه کې د خطرناک وضعیت د پر زیاتېدو سخته اندېښنه څرګنده کړه.
وزیرانو په سوریه کې د وضعیت د ثبات لپاره د ګډو هڅو د ګړندی کولو پر اړتیا هوکړه وکړه.
له دې مخکې د شنبې پر ورځ د روسیې لاوروف له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره په دې اړه خبرې وکړې.
