سیمه ییز خبرونه

ایران او سعودي د اړیکو له ښه کېدو وروسته لومړنۍ خبرې وکړې

Published

on

رویترز راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د چارشنبې پر ورځ ( د تلې ۱۹ ) د چین په منځګړیتوب د اړیکو له بیا پیلولو وروسته په لومړنۍ تیلیفوني اړیکه کې د فلسطین – اسرائیل د شخړې په اړه خبرې وکړې.

د دواړو مشرانو دا غوښتنه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې اسرائیلو د غزې په تړانګه کې د فلسطیني حماس وسله‌والو لخوا پر اسرائیلو د مرګوني برید په غچ کې پراخ هوايي بریدونه وکړل.

د ایران دولتي رسنیو ویلي؛ رییسي او د سعودي ولیعهد د فلسطین پر وړاندې د جنګي جرمونو د پای ته رسولو پر اړتیا خبرې وکړې.

د سعودي دولتي خبري اژانس څرګنده کړې؛ د سعودي ولیعهد تائید کړې؛ پاچاهي له ټولو نړیوالو او سیمه‌ییزو اړخونو سره د خبرو اترو لپاره ټولې شونې هڅې کوي، چې د روان تاوتریخوالي مخه ونیسي.

دغه راز زیاته شوې، چې هغه د ملکي وګړیو پر نښه کول هم غندلي دي.

په راپور کې راغلي؛ سعودي عربستان او ایران د مارچ په میاشت کې د چین پر منځګړیتوب اووه کلنه دښمنۍ پای ته ورسوله او پر خبرو اترو یې د اړیکو د بیا پیلولو هوکړه وکړه، چې په خلیج کې ثبات او امنیت ونه ګواښي او په منځني ختیځ کې له یمن څخه تر سوریې پورې د شخړو د غزېدو مخه ونیول شي.

له ولیعهد سره د رییسي د تیلیفوني اړیکې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د یوې پوښتنې په اړه ویلي؛ واشنګتن، چې د حماس پر ضد په جګړه کې د اسرائیلو کلک ملاتړ کوي د سعودي له مشرانو سره په دوامداره اړیکه کې دی.

دغه چارواکي زیاته کړې؛ امریکا له خپلو چینلونو او ملګرو غوښتي، چې حماس له بریدونو لاس واخلي، یرغمل شوي خوشې کړي، حزب الله او ایران له شخړې لرې وساتي.

Trending

Exit mobile version