(Last Updated On: غبرګولى ۲۲, ۱۴۰۱)د تېلو تولیدونکيو هېوادونو ایران او وینزویلا، چې د امریکا تر بندیزونو لاندې دي؛ د شنبې پر ورځ په تهران کې د شل کلنې همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.
د همکارۍ دغه هوکړه د ایران د تهران په سعد آباد ماڼۍ کې د ولسمشر ابراهیم رییسي او د هغه د سیال نیکولاس مادورو په شتون کې لاسلیک شوه.
د ایران رسنیوپه ډاګه کړې، چې د همکاریو دغه سند فرهنګي، سیاسي، سیاحتي، اقتصادي، پیترو کیمیاوي، دفاعي او کرنې برخې رانغاړي، چې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو لاسلیک کړ.
د وینزویلا د ولسمشر نیلاس مادورو پر مشرۍ دغه پلاوی د ایران تهران ته د خپل سیال ابراهیم رییسي لخوا بلل شو دی.
د ایران ولسمشررییسي ویلي، وینزویلا د دښمنانو او امپریالیستانو لخوا د بندیزونو او ګواښونو پر وړاندې بېساری ټینګار ښکاره کړی دی. د شل کلنو همکاریو دا سند د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره د د ارادو څرګندونه کوي.
هغه ویلي: په تېرو څلویښت کلونو کې د ایران پر ملت ډېر بندیزونه لګېدلي او ګواښونه شوي دي؛ خو د ایران ملت دغه بندیزونه د خپل هېواد د پرمختګ لپاره په یو فرصت ګڼلی دی.
مادورو د یوه ژباړونکي له لارې څرګنده کړې، چې له کاراکاس څخه تهران ته اوونیزه الوتنه به د جولای پر ۱۸ پیل شي.
د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ له مادورو سره په لیدنه کې، ستر مشر ایت الله علي خامنه یي ژمنه وکړه، چې ایران به د امریکا د فشارونو پر وړاندې د وینزویلا ملاتړ ته روان وساتي.
خامنه يي ويلي: د دواړو هېوادونو بريالۍ تجربو وښودله، چې مقاومت له دغو فشارونو سره د مقابلې يوازنۍ لار ده. دواړه هېوادونه له بل هیڅ هېواد سره دومره نږدې اړیکې نلري او ایران ښودلې، چې د خطر په وخت کې خطر ته اوږه وړاندې او د خپلو ملګرو لاسونیوي ته وردانګي.
مادورو زیاته کړې: تاسې زمونږ لاسنوی هغه مهال وکړ، چې په وینزویلا کې وضعیت خورا ستونزمن و او هیڅ هېواد له زمونږ سره مرسته نه کوله.
د امریکا د فشارونو په مقابل کې ایران وینزویلا ته د تېلو څو کارګو لیږلي او د نفتو په ترمیم کې یې مرسته کړې. تېره میاشت، وینزویلا له ایرانه د درندو نفتو واردول پیل کړل، د تبادلې تړون یې وغزاوه، چې تېر کال لاسلیک شوی و.
مادورو ترکیې او الجزایر ته له سفر وروسته د جمعې پر ورځ له یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي سره تهران ته رسېدلی دی.
د تېلو د دغو دوه تولیدوونکیو هېوادونو ترمنځ اړیکې د هوګو چاویز په وخت کې پیاوړې وې او د هغه د ځایناستي پر مهال پیاوړې شوې.
د یادونې ده، چې ایران او وینزویلا له ۲۰۲۰ زېږدیز کال راپدیخوا په ځانګړي توګه د انرژۍ په پروژو کې خپلې همکارۍ پراخې کړې دي.