سیمه ییز خبرونه

ایران او پاکستان به امنیتي همکاري پراخه او د توغندیزو بریونو مخه ونیسي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۰, ۱۴۰۲)

پاکستان او ایران د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې نهمه ) ژمنه وکړه، چې د اړیکو د ښه کولو لپاره به دواړه خواوې د اورپکو پر وړاندې ګډې هڅې کوي او په دې اړه به امنیتي همکارۍ هم پراخې کړي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام‌آباد کې له هغې وروسته سره وکتل، چې روانه میاشت یې دواړو حکومتونو سرحدي سیمې پر توغندیو وویشتې او د پراخې بې ثباتۍ په اړه یې اندېښنې راپورته کړې.

د تهران او اسلام‌آباد په توغندیزو بریدونو کې د سرحدي سیمو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، اسلام‌آباد او تهران به د ګډې همکارۍ له لارې اورپکو ته اجازه ورنه‌کړي، چې اړیکې مو له خطر سره مخ کړي.

جیلاني وایي: مونږ توانیدلي یوو، چې دا وضعیت په لنډ وخت کې بېرته عادي حالت ته راوګرځوو.

هغه زیاته کړې: مونږ وتوانیدو، چې د دواړو حکومتونو ترمنځ رامنځته شوې ستونزه ژر تر ژره حل کړو؛ ځکه، چې تاریخي اړیکې د تاوتریخوالي مخنیوی کوي.

جیلاني ویلي؛ دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې په خپلو سیمو کې له اورپکو سره مبارزه وکړي او د بهرنیو چارو د وزیرانو پر کچه د سلا مشورو یو سیسټم جوړ کړي چې په اړوند برخو کې پرمختګونه وڅاري.

دواړو وزيرانو په تربت او زاهدان کې د روانو امنيتي او استخباراتي همکاريو د پياوړتيا لپاره په سمدستي توګه د اړيكو افسرانو پر ګمارلو هوکړه وكړه.

دغه راز عبداللهیان څرګنده کړې، چې د ایران او پاکستان ترمنځ هیڅکله ځمکني اختلافات یا جنګونه رامنځته شوي نه‌دي.

عبداللهیان وایي؛ مونږ د پاکستان امنیت ته ژمن یوو او پاکستان د ایران یو ورور، دوست او ګاونډی ګڼو، چې د ایران او پاکستان امنیت د ټولې سیمې امنیت دی.

هغه وایي: د تهران او اسلام‌آباد تر منځ د ګډې همکارۍ له لارې به اجازه ورنه‌کړو، چې اورپکي سرحدي امنيت له خطر سره مخ کړي.

هغه زياته کړې، چې د ايران ولسمشر ابراهيم ریيسي به ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دواړو بهرنیو چارو وزیرانو د اقتصادي او پرمختیایي همکاریو لپاره د نوښتونو پر پراخولو هم موافقه کړې، چې په کې د ګډو پولو بازارونو د ژر فعالولو له لارې په سرحدي سیمو کې د خلکو په ځانګړي توګه د میشتو خلکو ټولنیز-اقتصادي حالت لوړ شي.

کارپوهانو ويلي، چې د ایران او پاکستان ترمنځ توغندیز بریدونه تر ډېره د داخلي سیاسي فشارونو نتیجه ده؛ تهران د پاکستان په سرحدي سیمه کې د ایران ضد وسله‌والې ډلې جیش العدل پټنځایونه پر نښه کړي او پاکستان د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د بېلتون پالو بلوڅ اورپکو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي وه. 

Trending

Exit mobile version