تازه خبرونه
ایران او پاکستان دې له زغم کار واخلي – اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د ایران او پاکستان تر منځ وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بولي او له دواړو ګاونډ هېوادونو یې وغوښتل، چې له زغم کار واخلي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د اندیښنې وړ بولي او له دواړو ګاونډ هېوادونو غواړي، چې له زغم کار واخلي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: دا، چې سیمه له اوږدو تحمیلي جګړو او بېثباتیو وروسته د امنیت او ثبات ساه اخلي، نو دواړه لوریو ته پهکار ده، چې د سیمهییز ثبات د پوره ټینګښت لپاره هڅې وکړي او د اختلاف وړ مسایل د دېپلوماتیکو لارو حل کړي.
په همدې حال کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران د سپاه پاسداران د تېرې ورځې له برید وروسته، اسلامآباد اعلان وکړ، چې د ایران په سیستانبلوچستان کې یې د وسلهوالو پر پټنځایونو راکټي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې یو شمېر وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په دې اړه وایي: نن سهار(پنجشنبه د مرغومي ۲۸ ) پاکستان د ایران په سیستانبولچستان ولایت کې د ترهګرو پر پټنځایونو یو لړ دقیق او هدفمند توغندیز بریدونه ترسره کړل، چې یو شمېر تروریستان چې ځانونه سرمارچار بولي وژل شوي دي.
د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د اسلامآباد له راکټي بریدونو وروسته ویلي، چې د دغه هېواد په یوه سرحدي کلي کې پر توغندیز برید څلور ښځې، څلور ماشومان او دوه نرینه، چې غیر ایراني وګړي دي وژل شوي.
په همدې حال کې د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د داووس په اقتصادي غونډه کې ویلي، چې د پاکستان پر خاوره د تهران د برید موخه د ایراني وسلوالو پر نښه کول دي، نه د پاکستانيو وګړیو وژل.