سیمه ییز خبرونه
ایران او پاکستان غواړي په خپلو ناوړه سیاستونو سره پر افغانستان مدیريت وکړي
افغان سیاسی کار پوهان وایی، ایران او پاکستان د خپلو ګټو لپاره د افغانستان په نا امنیو کې لاس لري. دوی وایی، د سولی په نامه د ګازو د نل لیکی په غزولو سره ایران او پاکستان غواړی، چي له ۲۰۱۴ کال وروسته د تېر په شان د خپلو ناوړه سیاستونو سره پر افغانستان مدیريت وکړی.
د پاكستان او ايران ولسمشرانو څو ورځې وړاندې له ايران څخه پاكستان ته د ګازو د نل ليكې كار پرانيست.
په لومړيو كې هند هم په دې پروژه كې شامل وو، خو له امريكا سره د اټمي تړون له لاسليك وروسته ترې پر شا شو.
د سولې د دې نل ليكې په ذريعه ايران غواړي خپل ګاز پاكستان ته ورسوي.
د افغانستان له خاورې پاكستان او هند ته د تركمنستان د ګازو نل ليكه هم په پلان كې ده، چې تر اوسه يې د تطبيق په لار كې مهم اقدامات نه دي شوي.
له ايران څخه پاكستان ته د ګازو د نل ليكې د غځولو په غبرګون كې افغان سياسي كارپوهانو عبدالطیف نظری او غلام جیلانی ځواک د سيمه ييزو مطالعاتو په مركز كې په يوه څېړنيز بحث كې وويل:
د خپلو ګټو لپاره ایران او پاکستان د افغانستان په ناامنيو كې ښكېل دي، او دا دواړه هېوادونه غواړي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو په وتو سره خپل مغرضانه سياسيتونه تعقيب كړي.
دغه كارپوهان له نړيوالې ټولنې غواړي، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته افغانستان يوازې پرې نږدي، دوی افغان دولت ته وړانديز كوي، چې هڅه دې وكړي څو د سترو قدرتونو او نړيوالې ټولنې همكاري له ځان سره ولري، څو د نويمې لسيزې كورنۍ جګړې بيا تكرار نه شي.