سیمه ییز خبرونه

ایران به د امریکا د ځورونې تر فشار لاندې خبرې اترې ونکړي – علي خامنه‌یي

هغه دا څرګندونې له هغې یوه ورځ وروسته کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه؛ د ایران لوړ پوړي چارواکي ته یې د اټومي تړون په اړه د خبرو اترو لپاره یو لیک لېږلی دی.

Published

on

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌یي د شنبې پر ورځ (د کب اتمه) ویلي، چې تهران به د “ځورونې” تر فشار لاندې خبرو ته غاړه کېندي.

هغه دا څرګندونې له هغې یوه ورځ وروسته کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه؛ د ایران لوړ پوړي چارواکي ته یې د اټومي تړون په اړه د خبرو اترو لپاره یو لیک لېږلی دی.

ټرمپ د فاکس بیزنس شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي: “له ایران سره د معاملې لپاره دوه لارې شتون لري؛ پوځي او توافقي، چې اټومي وسلو ته د تهران د لاسرسي مخه ونیسي.”

خامنه‌یي له لوړ پوړو ایراني چارواکو سره په یوه لیدنه کې ویلي، چې د خبرو اترو په وړاندیز کې د واشنګټن هدف د خپلو غوښتنو تپل دي.

هغه ویلي: “اوس هغه درې اروپايي هېوادونه هم یوه خبرپاڼه خپروي؛ اعلان کوي، ​​چې ایران خپله اټومي ژمنه نده پوره کړې!” په دې خوا کې، یو له دوی څخه پوښتنه کوي: “آیا تاسې عمل وکړ؟” تاسې وایئ، چې ایران پخپله ژمنه عمل ندی کړی. ښه! تاسې خپله ژمنه پوره کړې ده؟ّ! “تاسې له لومړۍ ورځې څخه عمل ندی کړی.”

هغه زیاته کړې: “حکومت، د هغه وخت حکومت یو کال دا وزغمله؛ بیا اسلامي مشورتي شورا ډګر ته راووته. ښه! منم دوی پرېکړه تصویب کړه؛ پرته له دې بله لار نشته. اوس هم همداسې ده؛ اوس هم د زور پر وړاندې، د ځورونې پر وړاندې د خلاصون لار نشته.”

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ځینو “ځورونکو حکومتونو” ټینګار په خبرو اترو کې د ستونزو حل کول ندي، بلکې د خپلو غوښتنو د تسلط او تحمیلولو لپاره دي.

که څه هم ټرمپ له تهران سره د معاملې کولو لپاره د لېوالتیا خبره کړې؛ هغه د “ډېر فشار” کمپاین بیا پیل کړی او هغه یې په خپل لومړي پېر کې عملي کړی و، چې ایران له نړیوال اقتصاد څخه ګوښه او د تېلو صادرات یې صفر ته راټیټ کړي.

Trending

Exit mobile version