سیمه ییز خبرونه

ایران ته د ۶۰۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۰)

افغان امنیتي ځواکونو له ایران سره پر پوله یو کس له ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو سره نیولی دی.

د افغانستان په نيمروز ولایت کې د سرحدي پوليسو کمیشنر مولوي محمد هاشم حنظله ويلي، چې دغه کس هڅه کوله، چې دغه پیسې ايران ته قاچاق کړي؛ خو نن دوشنبه (د کب ١٤) د سرحدي ساتونکیو لخوا ونيول شو.

کمیشنر حنظله ويلي، نیول شوی کس سید مومن نومېږي او د زرنج ښار اوسیدونکی دی.

تر اوسه معلومه نده، چې نیول شوي کس د کومې موخې لپاره ایران ته دا ډالر قاچاقول.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له نیول شوي کس څخه دا مهال پلټنې روانې دي.

Trending

Exit mobile version