تازه خبرونه
ایران له افغان کډوالو سره د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي له افغان کډوالو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه.
نوموړي د یکشنبې پر ورځ (د وږي ۵) په ایران کې د ملګرو ملتونو له استازي اشتفان پریزنر سره د افغان کډوالو پر نړیوال ملاتړ خبرې وکړې.
د دغه ایراني چارواکي د ایکس په څرګندونه کې راغلي: د ملي پراختیا د پلان په چوکاټ کې له ملګرو ملتونو سره د دیپلوماسۍ پراختیا، د افغان کډوالو لپاره د نړیوال ملاتړ راجلبول او د یوې ځانګړې لارې د نقشې تعریف هغه مسایل دي، چې ایران ته یې څارنه اړینه ده.
حسن کاظمي قُمي همداراز په روغتیايي چارو کې د افغانانو د روزنې لپاره د ایران او ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ترمنځ د تفاهم لیک لاسلیکول هم اعلان کړی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دغه هوکړه ليک د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د استازې ساتيا دورایسوامي او د ايران د پوهنې د وزير ابوالفضل باقري فرد ترمنځ لاسليک شوی دی.
نوموړی زیاتوي؛ د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به د یو شمېر افغان نرسانو او قابلو د مهارتونو کچه هم لوړه شي.