ساینس او ​​ټیکنالوژي

ایران خپلې دوه سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستولې

د کاظم جلالي د څرګندونو له مخې؛ دا سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوي دي.

Published

on

په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي، چې نن سهار ( د لړم پېنځلسمه) ایران هدهد او کوثر نومې دوه سپوږمکۍ د روسیې د ختیځ له وستوچني پوځي مرکز څخه د سیوز سپوږمکۍ‌لېږدوونکي توغندي پواسطه فضا ته واستولې.

د کاظم جلالي د څرګندونو له مخې؛ دا سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوي دي.

د راپورونو له‌مخې؛ ایران له دغو سپوږمکیو څخه د توغندیو د ویشتلو پر مهال د اهدافو په نښه کولو کې کار اخلي، چې لویدیځ په ځلونو د ایران له دغه ډول ازمایښتونو اندېښنه په ډاګه کړې ده.

ویل کیږي، چې تېره ورځ د ایران مذهبي مشر پر اسرائیلو د بې سارو، ویجاړوونکيو او خونړیو بریدونو  ګواښ کړی و.

Trending

Exit mobile version