سیمه ییز خبرونه

ایران دې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه ودروي – پاکستان

حوثیانو د سې‌شنبې پر ورځ د سعودي عربستان د خمیس مشیط په اړوند کې پر یوې پوځي هوايي اډې او نږدې ښارونو کې د تېلو پر بېخبناوو بریدونه کړي، چې له کبله یې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي. دا بریدونه په فبرورۍ کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل راپدېخوا پر سعودي عربستان له سترو بریدونو څخه بلل شوي دي.

Published

on

رویټرز د سعودي، پاکستاني او ایراني سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې پاکستان ایران ته د سعودي عربستان خبرداری رسولی او له تهران څخه یې غوښتي، چې پر سعودي عربستان د یمني حوثیانو د بریدونو د درولو لپاره پر متحدانو فشار راوړي.

حوثیانو د سې‌شنبې پر ورځ د سعودي عربستان د خمیس مشیط په اړوند کې پر یوې پوځي هوايي اډې او نږدې ښارونو کې د تېلو پر بېخبناوو بریدونه کړي، چې له کبله یې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي. دا بریدونه په فبرورۍ کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل راپدېخوا پر سعودي عربستان له سترو بریدونو څخه بلل شوي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ سعودي جنګي الوتکو په تېرو ۱۲ ساعتونو کې د یمن په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۴ هوايي بریدونه کړي او څرګندوي، چې دا بریدونه به «بې‌ځوابه او بې‌سزا» پرې‌نښودل شي.

رویټرز څرګنده کړې، د روانې جګړې د پراخېدا له کبله د انرژۍ نړیوالې زیرمې له یوه بل ګواښ سره مخ شوې دي. په داسې حال کې، چې ایران او امریکا د خلیج په سیمه کې پر بېړیو د یو بل پر وړاندې د بریدونو تر ټولو ستره اعلام شوې څپه روانه کړې ده.

د پاکستان خبرداری؛ ځکه مهم بلل شوی، چې دغه هېواد له سعودي عربستان او ترکیې سره دفاعي هوکړه لري.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، که بریدونه د سعودي خاورې ته وغځیږي؛ ښايي د ریاض، انقرې او اسلام‌آباد ګډ امنیتي تړون فعال شي.

هغه ویلي:« پر یوه هېواد تېری به د تړون پر ټولو هېوادونو تېری ګڼل کیږي.»

د نیابتي جګړې د پراخې سیمه‌ییزې شخړې وېره

سرچینو ویلي، د پاکستان پیغام تهران ته روښانه دی: حوثیان مهار کړئ، که نه؛ نو نیابتي جګړه ښايي پر پراخ سیمه‌ییز امنیتي کړکېچ بدله شي.

یوه لوړپوړي سیمه‌ییز ډیپلومات ویلي؛ پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ایران ته پیغام رسولی او له تهران څخه یې غوښتي، چې خپل نفوذ وکاروي او پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه ودروي.

د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د څرګندونو له مخې، پاکستان د سې‌شنبې پر ورځ دغه پیغام تهران ته رسولی؛ خو د ایران ځواب دا وو، چې« ایران پر حوثیانو کنټرول نه‌لري».

دغه راز دوه ایراني سرچینو هم ویلي؛ تهران تېره اوونۍ حوثیانو ته د سعودي عربستان پر ضد د بریدونو امر کړی و او د اضافي پیسو او وسلو د برابرولو ژمنه یې ورسره کړې وه.

سرچینو زیاته کړې، چې د سپاه پاسداران د ځواک یو شمېر قومندانان د بریدونو د همغږۍ لپاره یمن ته تللي دي.

د سیمه‌ییز ډیپلوماټ د څرګندونو له مخې؛ اسلام‌آباد هڅه کوي د حوثیانو بریدونه تر هغې کچې له پراخېدا مخکې ودروي، چې ریاض له پاکستان څخه د سعودي عربستان د دفاع لپاره د فعال رول غوښتنه وکړي.

پاکستان د سعودي د ملاتړ لپاره چمتو دی

پاکستاني سرچینې ویلي، سعودي چارواکو په ریاض کې له لوړپوړیو پاکستاني او ترکي پوځي استازو سره د خپل غبرګون د همغږۍ لپاره کتلي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د دفاعي تړون درې‌واړو غړیو هېوادونو هوکړه کړې، چې ځواکونه به یې یمن ته نه‌ننوځي او هر ډول ځواب به د سعودي له خاورې څخه ورکول کیږي.

بلې پاکستاني سرچینې ویلي، تر اوسه د غچ اخیستونکو بریدونو له ګډون سره هیڅ پرېکړه نه‌ده شوې. د دې سرچینې په څرګندونو کې راغلي، له ریاض سره د پاکستان پوځي هوکړه دفاعي بڼه لري او یوازې د سعودي د خاورې ساتنې ته محدوده ده.

سرچینې زیاته کړې، پاکستاني ځواکونه کولی شي د سعودي په خاوره کې پوځي، تخنیکي، ځمکنی یا هوايي ملاتړ وکړي؛ خو له خپلې خاورې بهر به په جګړه کې برخه نه‌اخلي.

ټرمپ د ایران بندیز ته دوام ورکوي

سیمه‌ییز چارواکي وايي؛ داسې نښې لږې دي، چې واشنګټن به پر ایران خپل بندیز پای ته ورسوي.

د یوه سیمه‌ییز ډیپلوماټ پر وینا؛ ولسمشر ډونالد ټرمپ به تر هغې د ایران بندرونو محاصره روانه وساتي، چې تهران له واشنګټن سره هوکړې ته ورسیږي.

بلې سیمه‌ییزې سرچینې ویلي، سعودي عربستان به خپل پوځي غبرګون پر حوثیانو متمرکز وساتي، نه پر ایران.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، ریاض له واشنګټن څخه د محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه هم نه‌کوي؛ ځکه ټرمپ باور لري، چې دوامدار اقتصادي فشار د خبرو اترو لپاره تر ټولو اغېزمنه لار ده.

Trending

Exit mobile version