سیمه ییز خبرونه
ایران د اسرائیلو جنایي کړنې زغملی نشي – بهرنیو چارو وزارت
د جمعې پر ورځ پر بیروت د اسرائیلو د برید له کبله برید جنرال عباس نیلفروشان، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله هم په کې و؛ ووژل شو.
د دوشنبې پر ورځ د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په لبنان کې د حزب الله د مشر او د ایران د سپاه پاسداران د مرستیال وژل کېدو ته په نغوته کې ویلي؛ ایران به د اسرائیلو جنایي کړنې بې ځوابه پرېنږدي.
د جمعې پر ورځ پر بیروت د اسرائیلو د برید له کبله برید جنرال عباس نیلفروشان، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله هم په کې و؛ ووژل شو.
د راپور له مخې؛ د لبنان د حزب الله او د یمن د حوثي ملېشو پر وړاندې د اسرائیلو بریدونو دا وېره راپارولې، چې د منځني ختیځ جګړه به له کنټروله ووځي؛ ایران او د اسرائیلو اصلي متحد امریکا به په کې راښکېل کړي.
ناصر کنعاني خپلې اوونیزې خبري غونډې ته ویلي: مونږ ټینګ ولاړ یوو او له داسې لارې به عمل کوو، چې د [دښمن لپاره] خواشینوونکی وي.
هغه زیاته کړې، چې ایران د جګړې په لټه کې نهدی؛ خو ترې وېره هم نلري.
کنعاني ویلي، چې ایران د نصرالله او نیلفروشان د وژلو په اړه مسایل له لبناني چارواکو سره له نږدې څاري.