تازه خبرونه
ایران د اسلامي امارت د مخالفانو ملاتړ نهکوي – حسن کاظمي قُمي
د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي: هغه ډلې، چې د افغانستان او ایران ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي؛ هیڅکله به بریالۍ نهشي.
حسن کاظمي قُمي زیاته کړې، ایران د اسلامي امارت د مخالفانو د ملاتړ پر ځای له اسلامي امارت سره د اړیکو پراخولو هڅې کوي.
د ارګ د خبرپانې له مخې؛ د ریاست الوزراء سياسي مرستيال له قُمي سره په کتنه کې داعش يو ګډ دښمن یاد کړ او په دې اړه څرګنده وي، د دغې ډلې هدف د سيمې بې ثباته کول او د بې ګناه خلکو وژل دي.
مولوي عبدالکبیر په ایران او افغانستان کې د داعش وروستیو بریدونو ته په نغوته ( اشاره ) کې ویلي؛ داعش د دواړو هېوادونو د ګډ دښمن په توګه هڅه کوي، چې سیمه بې ثباته او بې ګناه خلک ووژني.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان له ایران او ټولو ګاونډ هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا غواړي او هڅه کوي، چې د سیمې په امنیت او ثبات کې مثبت رول ولوبوي.
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې هېواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ، کرنې، برښنا او کانونو په برخو کې تړونونه لري او د پانګونې لپاره په نورو برخو کې هم همکارۍ ته چمتو دی.
حسن کاظمي قُمي ویلي؛ د ګډ سیمه ییز ټرانزیټ له لارې ایران هڅه کوي، چې دا کار د سیمې د هېوادونو د اقتصادي پیاوړتیا او سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګټور تمام شي او د افغانستان سوداګریز توکي مستقیم ترکیې او د اروپايي هېوادونو بازارونو ته ورسېږي.