تازه خبرونه

ایران د اسلامي امارت له مشرانو پرته د افغانستان په اړه سیمه ییزه ناسته جوړوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۴, ۱۴۰۰)

ټاکل شوې، چې د روسیې په ګډون د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته سبا چارشنبه د لړم پر پېنځمه په تهران کې جوړه شي؛ خو دې ناستې ته اسلامي امارت بلل شوي ندي او  چارواکو  یې ویلي، چې په دې ناسته کې ګډون نکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزرات ویاند سعید خطیب‌زاده ویلي؛ د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هېوادونو دغه ناسته به د ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي پر وینا پرانیستل شي.

د ایران ایرنا خبري آژانس د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په تړاو د نوموړي د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د روسیې په ګډون د افغانستان ۶  ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته به په حضوري بڼه جوړه شي.

هغه ویلي؛ په دې ناسته کې به د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري بڼه او د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به انلاین ونډه ولري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې د یوشمېر هېوادونو سفیران به هم په دې ناسته کې ګډون ولري.

خطیب‌زاده زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به هم سبا دغې ناستې ته خپل پیغام راولېږي.

نوموړي په ډاګه کړې: دا ناسته به سبا ته د افغانانو د ارمانونو پر پوره کولو او د دې هېواد پر راتلونکي راوڅرخي.

افغانان دمګړۍ د خپلو ارادو د پلي کولو لپاره له ګاونډ هېوادونو څخه د بشري مرستو هیله لري.

خطیب زاده وایي؛ اوسمهال مونږ د څلور میلیون افغانانو کوربانه یو. د افغانستان حکومت باید د افغانانو غوښتنو ته پام راواړوي د یوې مسوولې ادارې په توګه ورته خدمات وړاندې او د ټولو قومونو او مذهبونو په ګډون دې ټولمنلی او پایداره دولت جوړړولو ته چارې چارې ولټوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان  له آریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د تهران په ناسته کې به د سیمې هېوادونه د امنیتي خوندیتوب، اقتصادي ثبات او یو ټولمنلي حکومت په اړه د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version