نړۍ
ایران د اسلامي انقلاب د بریا ۴۳ کلیزه ونمانځله
د جمعې پر ورځ (د سلواغې ۲۲) د ایران خلکو په ټول هېواد کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب ۴۳ کلیزه ونمانځله.
په زرګونه ایرانیان پر موټرسایکلونو سپاره سړکونو ته راووتل او د ۱۳۵۸ لمریز هجري / ۱۹۷۹ زېږدیز کال د انقلاب بریا یې ونمانځله.
دغه راز ایرانیانو د ایران پر دفاعي بنسټ د لویدیځ په ځانګړي توګه د امریکا فشارونه وغندل.
یوه ایراني مهدي نومي ویلي؛ امریکا د ایران پر ضد یوه ناکامه تګلاره څاري، چې هڅې به یې بریالۍ هم نشي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د اسلامي انقلاب د ۴۳ کلیزې په مناسبت په یوه ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې؛ تهران د آزادۍ، عدالت، خپلواکۍ او ملي کرامت غوښتونکی دی.
رییسي ټینګار کړی، چې ایران به پر نورو ظلم ونکړي، بلکې له خپلو ملي ګټو به کلکه ساتنه کوي.
د تهران او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د ایران د اټمي هوکړې پر سر تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
دا تړون په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د یو شمېر اروپايي هېوادونو د استازیو په حضور کې د ایران او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی، چې له مخې یې د ایران اټومي فعالیتونه محدود شول؛ خو د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دغه تړون څخه ووت او پر ایران یې اقتصادي بندیزونه بیا ولګول.
د یادونې ده، چې ایران د امریکا د دغه هڅې په غبرګون کې خپل اټومي فعالیتونه چټک کړي او خلک د بندیزونو د لرې کولو غوښتونکي شوي دي.