نړۍ

ایران د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته درې ورځنې ملي ماتم اعلان کړ

د اعلامیې له مخې؛ د روانې اوونۍ د چارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو کې به په ټول ایران کې ملي ماتم وي.

Published

on

ایرنا خبری سرچینې ویلی؛ د اسماعیل هنیه له وژل کیدا وروسته په تهران کې د حماس سیاسی دفتر او د ایران اسلامی جمهوریت حکومت درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

ایرنا خبری اژانس د ایران اسلامی جمهوریت د حکومت د څرګندونو له مخې خبر ورکړی دی.

د اعلامیې له مخې؛ د روانې اوونۍ د چارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو کې به په ټول ایران کې ملي ماتم وي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي هم ویلي؛ ایران دا خپله دنده ګڼي، چې د د ګران مېلمه د وینې غچ واخلي.

د ایران نوي ولسمشر پزشکیان هم دغه وژنه غندلې او ژمنه یې کړې، چې “د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا، ناموس او کرامت څخه به دفاع کوي.

هانيه د پزشکیان د سوګند په مراسمو کې، چې د سې‌شنبې پر ورځ ترسره شوه، تهران کې استوګن و.

دغهراز یو بل هېواد، چې د چارشنبې پر ورځ یې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ؛ یمن دی.

ویل کیږي، چې اسماعیل هنیه له خپل یوه ساتونکي سره تېره شپه شاوخوا دوه بجې په خپل استوګنځي کې د هوا له لارې د توغندیو په برید کې ووژل شو.

Trending

Exit mobile version