تازه خبرونه

ایران د افغانستان او عراق په جګړو کې پنځه سوه امریکایان وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا د استخباراتو معلومات ښیي چې د ایران له خوا د افغانستان او عراق په جګړو کې پنځه سوه امریکایی سرتیري وژل شوي دي.

ځینې جمهوري غوښتونکي امریکایی سناتوران وایي، زیاتره دغه سرتیري د ایران له خوا د جوړو شویو بمونو په چاودنو کې چې عراقي شیعه ملیشو ته برابریدل، وژل شوي دي.

خو په کابل کې د ایران سفارت دغه څرګندونې ردوي او وایي، د دغه راز خبرو اصلي هدف دا دی چې د امریکا په کانګریس کې د پنځه جمع یو ډلې او ایران تر منځ د اټمي هوکړې د تایید مخه ونیول شي.

جمهوري غوښتونکی امریکایي سناتور تام کاتن چې پوځ کې د خدمت مخینه هم لري، وایي د استخباراتي اسنادو په بنسټ پنځه سوه امریکایي سرتیري د افغانستان او عراق په خونړیو جګړو کې د ایران له خوا وژل شوي دي.

خو د ولسمشر بارک اوباما له خوا د لوی درستیز پست ته کاندید جوزف ډانفورد وایي، سپینې ماڼۍ څو ځله د خپلو سرتیرو په وژنه کې د ایران په لاس درلودو شک کړی، خو په دې برخه کې اسناد نشته.

زه د هوایي او سمندري ځواکونو په کره شمېرې پوهیږم چې د ایران د فعالیتونو له کبله وژل شوي دي، او دغه شمېره په وروستیو کې پنځه سوه تنه اعلام شوې ده. مونږ تل نه یو توانیدلي چې دغه تلفات د ایران فعالیتونو ته نسبت ورکړو. که څه هم مونږ څو ځله د ایران په فعالیت شکمن وو، خو په دې برخه کې مو کره او قانوني اسناد نه درلودل.

یو شمېر سیاسي کارپوهان وایی، ایران په افغانستان کې له ځینو ترهګرو ډلو ملاتړ کاوه او هڅه یې دا وه چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت ناکام شي.

ایران تل په افغانستان کې د امریکا اومتحدینو د پوځي حضور مخالفت کړی او په افغانستان کې یې د امریکا له خوا د اډې جوړولو هڅه د سیمې د بې ثباته کولو لپاره هڅه بللې ده.

 

 

 

 

 

Trending

Exit mobile version