تازه خبرونه

ایران د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول ستایلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وایی، هېواد یې چمتو دی د افغانستان د سولې په پروسه کې غوره رول ولوبوي.

عزیزپه اسلام آباد کې د ایران د ملي امنیت شورا له رییس علي شمخاني یو گډ خبري کنفرانس ته وویل، چې تر اوسه افغان حکومت په دې اړه اسلام آباد ته د سولې په بهیر کې د رول لوبولو څه نه دي ویلي.

د ایران د ملي امنیت شورا رییس علي شمخاني د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول ستایلی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار وویل، هېواد یې له ټولو گاونډ هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

Trending

Exit mobile version