تازه خبرونه
ایران د افغانستان په اړه د ګاونډ هېوادونو ځانګړې غونډې ته چمتووالی څرګند کړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره په کتنه کې ویلي، چې ایران د افغانستان په اړه د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ځانګړې غونډې ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د افغانستان په وروستیو پرمختګونو د خبرو لپاره تهران ته تللی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ ایران په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د دغه هېواد د خلکو د هوساینې لپاره خپل ټول وس کاروي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، حسین امیر عبداللهیان د تهران او اسلام آباد اړیکې ښې وبللې او په سیمه کې یې د امنیت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
امیر عبداللهیان یو ځل بیا په ایران کې د څه باندې څلور نیم میلیون افغان وګړیو شتون ته نغوته وکړه او ویې ویل، چې یوازې په تېر یوه کال کې یو نیم میلیون افغان کډوال ایران ته راغلي دي.
ایراني رسنیو ویلي، چې د پاکستان استازي په دې ناسته کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه هم ویلي، چې د کورنیو حالاتو او بهرنیو فشارونو له امله د افغانانو د ژوند معیار ټیټ شوی او ناامني زیاته شوې ده.
تېر کال هم ایران د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه یمې ناستې کوربه و؛ خو د اسلامي امارت چارواکو ته یې په هغه غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړې.