تازه خبرونه
ایران د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو هرکلی کړی
ایران د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل هرکلی کوي.
په کابل کې د ایران سفیرمحمد رضا بهرامي وایي، هېواد یې تمه لري چې افغانستان کې تلپاتې امنیت او ثبات راشي.
دغه ایرانی دیپلومات همدا راز وایي، د کابل- تهران اړیکې د متقابل درناوي په اساس ولاړې دي.
د طالبانو او افغان حکومت د استازو لومړنۍ مخامخ خبرې د همدې میلادي میاشتې په لومړیو کې په پاکستان کې تر سره شوې.
مخکې له دې د طالبانو مشر ملا عمر په خپل اختریز پیغام کې د سولې د خبرو په وړاندې د پام وړ نرمښت ښودلی و.
د افغانستان دا پرمختګونه د ایران له تاوده هرکلي سره مخامخ شوي دي.
ښاغلی بهرامي وایي، د ملي یووالي حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
هغه وایي، هېواد یې له هغو وسلوالو ډلو سره زیات واتڼ لري چې د افغان حکومت خلاف جنګیږي.
د ایران سفیر زیاتوي، له طالبانو سره باید د هرو خبرو مشري افغان دولت وکړي.
د امریکا په ګډون نور هېوادونه هم په دغه دریځ ټینګار کوي.