تازه خبرونه
ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړه
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو خبر ورکړی، چې هره ورځ لږ تر لږه ۳۰۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستنیږي، چې ډېري یې په جبري بڼه راستانېدو ته اړ شوي دي.
دا هغه کسان دي، چې د وروستیو تحولاتو، بېوزلۍ او لوږې له کبله پر قاچاقي لارو یې ځانته ناڅرګند لوری ټاکلی؛ خو اوس له ایرانه د اجباري ایستلو کړاو ګالي.
له ایرانه ایستل شوی افغان څرګنده کړې؛ له افغانستان څخه، چې وځئ غلا، باج اخیستنه او تالان پیلیږي او افغانان ډېر ځوروي.
له ایرانه ایستل شوی یو بل افغان ویلي؛ د راستنېدو پرمهال هم که ورسره مخ شوئ، پیسې اخلي او څه، چې درسره ترسره کولی شي هم ترې ډډه نکوي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ارزونې ښيي، چې په تېرو دوه ورځو کې اووه زره پېنځه سوه کسان افغانستان ته راوښتي دي.
د دوی د معلوماتو له مخې؛ تر دې دمه شپږ زره کسان په جبري توګه له ایرانه ایستل شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت خپرې شوې شمېرې ښيي، چې په تېرو دوه ورځو کې اووه زره پېنځه سوه کسان افغانستان ته راوښتي دي.
د معلوماتو له مخې؛ پېنځه زره پېنځه سوه کسان هغه کسان دي، چې په جبري توګه افغانستان ته راشړل شوي؛ خو پوښتنه دا ده، چې ولې ایراني پوله ساتي په دې وروستیو کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي، ربړوي یې او ان پر زنځیرونو یې تړي؟
په ایران کې د بشري حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ په دې اړه وایي: ایران ته د مهاجرینو راتګ، د نویو مهاجرینو د منلو د وړتیاوو نشتوالی او ډیپلوماټیک مسایل د جبري راستنیدو د زیاتېدو لامل شوي دي.
کابل له تهرانه غواړي؛ د یوه ښه ګاونډ په توګه دې ایران د تېرو کلونو په څېر له افغانانو ښه میلمه پالنه وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ټینګار کوي، له ایران څخه د افغانانو د راستنېدو په صورت کې د کډوالو چارو وزارت دوی ته د ژوندانه لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه ویلي؛ له ایران څخه د اسلامي امارت د اسلامي امارت غوښټنه داده، چې په افغانستان کې د وضعیت تر ښه کېدو پورې دې د تېرو کلونو په څېر له افغانانو میلمه پالنه وکړي.
په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، له قاچاقي لارو د افغانانو د کډوالۍ کچه لوړه شوې، چې په ځینو برخو کې له ځاني زیانونو سره هم مخ شوي دي.
