تازه خبرونه
ایران د اوکرایني الوتکې د قربانیانو هرې کورنۍ ته ۱۵۰۰۰۰ امریکایي ډالر غرامت ورکوي
ایراني رسنیو د ولسمشر د دفتر د حقوقي څانګې د څرګندونو له مخې؛ ایران د اوکراین د الوتکې د غورزېدو د قربانیانو کورنیو ته ۱۵۰ زره ډالر غرامت ورکوي.
د ایرنا خبري آژانس د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د دغه وزارت چارواکي باید د قربانیانو هرې کورنۍ ته د ۱۵۰۰۰۰ امریکایي ډالرو یا یې معادل یورو هرې زیانمنې کورنۍ ته ورکړي.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ دغه پیسې به د قربانيانو ټولو کورنیو ته پرته له توکمي یا جنسي تبعیضه ورکړ شي.
دغه الوتکه هغه وخت پر نښه شوه، چې د ایران د قدس ځواکونو د څانګې قومندان قاسم سلیماني په عراق کې د امریکایي الوتکو لخوا ووژل شو او تهران د امریکا تر لوړې امنیتي کچې تر ګواښونو لاندې راغلی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د اوکراین یوه الوتکه پر تهران د تېرېدو پر حال د ایراني ځواکونو لخوا ویشتل شوې وه، چې د ۱۰ افغانانو په ګډون ۱۷۹ مسافر په کې وژل شوي وه.