سوداگري

ایران د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته زرګونه ټنه کرنیزو محصولات صادر کړي

Published

on

د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ښار سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د روان کال له وري څخه تر مرغومي پورې د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته ۶۷ زره ټنه کرنیز محصولات صادر شوي دي.

د تایباد ښار والي مهدي شېردل د سې شنبې پر ورځ له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې ۳۵ زره ټنه کچالو، ۱۰ زره ۷۰۰ ټنه مڼې، درې زره ۵۰۰ ټنه مالټه او ۱۷ زره ۸۰۰ ټنه نور محصولات د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته صادر شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: دغه راز په په تېرو لس میاشتو کې ٣٠ زره ٥٠٠ ټنه کرنيز محصولات لکه کنجد، مميز، مۍ او نورې غوړې دانې د افغانستان پر لوري ټرانزیټ شوې دي.

دغه راز نوموړي له افغانستان څخه د دوغارون بندر له لارې د کرنيزو محصولاتو واردولو ته هم په نغوته (اشار) کې ویلي: د روان کال له پيله د مرغومي تر وروستيو پورې لس زره ۵۰۰ ټنه مميز، کنجد، وريجې او د نباتاتو دانې له افغانستان څخه د دوغارون بندر ته وارد شوي دي.

شېردل ويلي: تېر کال له افغانستان څخه عراق ته د مالونو د لېږد او ټرانزیټ تر ټولو ډېر لېږد ترسره شوی، چې ٢٠ زره او ۸۰۰ ټنه عراق، نهه زره ۵۰۰ عربي متحده اماراتو او۳ زره ۷۰۰ ټنه وچه میوه ترکیې ته لېږدول شوې ده.

ایران د افغانستان یو له سترو سوداګریزو شریکانو څخه دی.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار افغانستان ته د نانفتو توکو په صادراتو کې د ۴ سلنې له زیاتوالي خبر ورکړی و.

Trending

Exit mobile version