سیمه ییز خبرونه

ایران د عقاب ۴۴ نومي پوځي تلډګر مخکتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۱)

د ایران د پوځ د تلډګر دغه اډه د ښکاري جنګي الوتکو، بمباریو او ډرونونو د عملیاتو د ترسره کولو پوره وړتیا لري.

د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا ویلي؛ دا د ځمکې لاندې د جت الوتکو یوه اډه ده، چې په اوږد واټنه کروز توغندیو هم سمباله ده.

د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان پرون (سې شنبه د سلواغې ۱۸) څرګنده کړې؛ دا یوه له هغو اډو څخه ده، چې د اسرائیلو او نورو د احتمالي هوايي برید په ځواب کې به د [هوایي وسلو] د کارولو لپاره ترې کار واخیستل شي.

د رویترز د راپور له مخې؛ د ایران د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز محمد باقری له ایرنا سره په خبرو کې په ډآګه کړې: د اسرائیلو په ګډون زمونږ د دښمنانو لخوا هر ډول حمله به د عقاب – ۴۴ په ګډون د څو هوایي اډو له ځواب سره مخ شی.

ایرنا څرګنده کړې، چې د عقاب – ۴۴ اډه په ایران کې یوه له اړینو پوځي تاسیساتو ده او د اوږد واټنه کروز توغندیو د جنګي الوتکو لپاره یو پراخ هنګر دی.

د دې اډې د موقعیت په اړه ایران څخه ندي په ډاګه کړي.

تېر کال د ایران پوځ د زاګرس په غرونو کې د دې اډې په اړه پرده پورته کړې او ویلي يې ول، چې شاوخوا سل بې پیلوته الوتکې هلته ساتل کېږي. ایران له دې مخکې هم ورته تونلونه نندارې ته وړاندې کړي، چې د مهماتو او ډرونونو د ساتنې لپاره کارول کیږي.

Trending

Exit mobile version