تازه خبرونه

ایران د هلمند سیند په اوبو کې پخپل حق یو ځل بیا ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وږی ۵, ۱۴۰۲)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان تېره ورځ ناوخته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي وزیر امیر خان متقي سره یو ځل بیا په هلمند سیند کې د ایران د ابو پر حق تیلیفوني ټینګار څرګند کړ او وایي، چې افغانستان ته د ایراني پلاوي وروستی سفر به له افغانستان سره مرسته وکړي، چې د ۱۳۵۱ لمریز هجري کال د اوبو هوکړه رڼه پلې شي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې حسین امیر عبداللهیان د افغانانو حضور ته په نغوته کې ویلي، چې تهران د افغانستان د ثبات او هوساینې لپاره د ټولو خواوو پر همکارۍ ټینګار کوي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، امیر خان متقي د کابل او تهران اړیکې نږدې او له ورورۍ ډکې یادې کړې او حسین امیرعبداللهیان ته یې کابل ته د راتګ بلنه ورکړه.

همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال څرګنده کړې، چې د دې بنسټ چارسمبالي امیرخان متقي د جواد کریمی قدوسی پر مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت د استازو مجلس له ٧ کسیز پلاوي سره وکتل.

حافظ ضیا احمد زیاته کړې؛ په دغه کتنه کې د امنیت، نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې، سرحداتو د ساتنې او سوداګرۍ په اړه بښپړې خبرې اترې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په دغه ناسته کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او افغان امنیتي ځواکونه توانیدلي، چې داعش له منځه ویسي او سرتاسري امنیت نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ هیوادونو په ګټه دی.

دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه د افغانستان اسلامي امارت اغېزمن ګامونه پورته کړي او د کوکنارو کښت نیږدې صفر ته راکښته شوی دی.

 د بهرنیو چارو چارسمبالي ویلي، چې د ګاونډ هېوادونو په ګډون د سیمې له هېوادونو سره سوداګري او ترانزیت روان دی او افغانستان اوسمهال د هېوادونو تر منځ د اتصال پر مرکز بدلیدونکی دی. 

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د ایران د استازو مجلس غړیو په دغه ناسته کې ویلي، چې د قاچاق د مخنیوي، سرحدي ستونزو د مدیریت، غیر مجاز خلکو د تګ راتګ مخنیوي په اړه باید دواړه لوري په ګډه سره کار وکړي او د حل لار ورته ومومي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د یوې ویدیو له خپرولو سره څرګنده کړې او لیکي، چې د شنبې پر ورځ ( د وږي ۴ ) د ایران یوه تخنیکي او مسلکي پلاوي د کجکي او کمال خان بندونو ته له نږدې سیمو لیدنه کړې او منلې یې ده، چې د دغو بندونو په لاندېنیو سیمو کې اوبه نه‌شته او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version