نړۍ
ایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ پر اټومي مسلو خبرې د اختلافاتو له کبله درېدلې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران د یوې هوکړې غوښتونکی دی؛ خو ټینګار کوي، چې تهران به هیڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی ونهمومي.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ پر اټومي مسلو خبرې د اختلافاتو له کبله درېدلې دي.
هغه هممهاله د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو کښتیو د «بندیز» پیل هم اعلان کړ.
د امریکا ولسمشر ادعا کړې، چې ایران په یوه تازه اړیکه کې د هوکړې غوښتونکی شوی دی؛ د رویټرز په ګډون خبري سرچینو څرګنده کړې، چې دا ادعا تر دې دمه خپلواک تائید نهلري.
ټرمپ د واشنګټن پر دریځ د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې: « ایران به هیڅکله اټومي وسلې ته د لاسرسي اجازه ونهلري. مونږ هیڅ هېواد ته اجازه نشو ورکولی، چې له نورې نړۍ باج واخلي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او د اټومي خبرو راتلونکی هم ناڅرګند پاتې دی.