تازه خبرونه

ایران د پروان ولایت له سیلاب ځپلیو سره د مرستې چمتووالی په ډاګه کړی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۷, ۱۳۹۹)

د ایران سرې میاشتې ټولنې په پروان ولایت کې سیلاب ځپلیو کورنیو ته د مرستې لیږلو ته چمتووالی په ډاګه کړی دی.

فارس خبري آژانس څرګنده کړې، چې د ایران سرې میاشتې ټولنې مشر کریم همتي د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې له مرستیال میرویس اکرم سره په تیلیفوني اړیکه کې ویلي؛ دغه ټولنه چمتو ده، چې په پروان ولایت کې د وروستیو سیلابونو قربانیانو ته مرستې واستوي.

د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر میرویس اکرم د ایران سرې میاشتې ټولنې څخه مننه کړې او وایي؛ د زیانونو او بېړنیو اړتیاوو اټکل به ډېر ژر وشي، چې پر بنسټ به یې ایران ته د مرستې بڼه اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پرېکنده ملاتړ ماموریت عمومي قومندان، سکات میلر د سیلابونو له کبله د رامنځته شوي زیان د ارزولو لپاره پروان ولایت ته سفر کړی، چې له سلو ډېر کسان په کې مړه شوي او ډېرو نورو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

دغو سیلابونو د چارشنبې پر سهار د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې له سل ډېر کسان مړه او له ۱۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.

ویل کیږي، چې په دې پېښه کې د استوګنې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي او د یو شمېر خلکو مړي اوس هم د ویجاړو کورونو تر خاورو لاندې دي.

د یادونې ده، چې سیلابونو په پروان، کابل، کاپیسا، میدان وردک، پنچشېر، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، لغمان او خوست ولایتونو کې څه نا څه ۱۶۰ کسان مړه شوي نږدې ۲۰۰ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version