تازه خبرونه

ایران د کډوالو کړکېچ د حل لپاره د درې اړخیزې ناستې وړاندیز وکړ

دا وړاندیز د روان کال د چنګاښ پر یودېرشمه په تهران کې د ایران د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومني او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي ترمنځ د ناستې پر مهال رامنځته شو.

Published

on

ایران د افغان کډوالو د روان کړکېچ د همغږې حل لارې د موندلو لپاره د افغانستان اسلامي امارت، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او ایراني چارواکو ترمنځ د درې اړخیزې ناستې وړاندیز وکړ.

دا وړاندیز د روان کال د چنګاښ پر یودېرشمه په تهران کې د ایران د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومني او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي ترمنځ د ناستې پر مهال رامنځته شو.

په دې ناسته کې مومني د ایران، اسلامي امارت او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ترمنځ د درې اړخیزې غونډې وړاندیز وکړ. هغه ټینګار کړی، چې ایران د خبرو اترو لپاره په دې شرط چمتو دی، چې نړیوال بنسټونه ډاډمن رول ولوبوي.

مومني څرګنده کړې: ” د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې هغه خلک، چې غیرقانوني استوګن دي چتک ایستل کیږي؛ خو ایران کله، چې بېرته ستنېدا ځاني زیان ولري یا درملنې ته اړتیا وي؛ ستنېدا ځنډوي.”

هغه زیاته کړې؛ اوسمهال په ایران کې له ۳ څخه تر ۴ میلیون افغان کډوال ژوند کوي، چې ډېری یې له ایرانيانو سره په ښوونځیو، ورکشاپونو او دفترونو کې کار کوي او درناوی یې کیږي.

دغه راز فیلیپو ګرانډي هم په دې ناسته کې د ایران له کوربتوب او د افغان کډوالو د تدریجي ستنېدا ستاینه کړې، چې د افغانستان پر حکومت یې د ناڅاپي فشار مخنیوی کړی دی.

هغه ویلي: ” له دې مخکې مې په افغانستان کې د کډوالو وضعیت لیدلی دی. شته اقتصادي او ټولنیزو ننګونو ته پر پاملرنه د لسګونو زره خلکو سمدستي ستنېدا ناورین‌زېږوونکې ده.”

ایران ته د نړیوالو مرستو کمښت ته په نغوته کې ګرانډي ژمنه وکړه؛ هغه به هڅه وکړي، چې په ایران کې د کډوالو د وضعیت د حل لپاره نړیوال ملاتړ زیات کړي.

همدارنګه د ایران کورنیو چارو د وزیر سلاکار او د کډوالو او بهرنیو چارو د مرکز مشر نادریاراحمدي ویلي، چې که څه هم ډېری خدمات د کډوالو لپاره د ایراني ادارو لخوا چمتو کیږي؛ خو د نړیوالو مرستو حجم خورا لږ دی.

هغه زیاته کړې: “د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر شخصاً د کډوالو ډګرنی وضعیت لیدلی دی. اوس د دې وخت دی، چې دا لیدنې پر عملي اقداماتو او د نړیوالې ټولنې ځانګړې مالي مرستې ته واړول شي.”

نادریاراحمدي همدارنګه ټینګار کړی: یوازې هغه کډوال، چې قانوني استوګنه لري؛ باید له خدماتو څخه ګټه پورته کړي او نور باید بېرته قانوني ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران کورنیو چارو وزارت د ملګروملتونو پرمنځګړیتوب له اسلامي امارت سره د ګډې حل‌لارې موندلو ته چمتووالی څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version