سیمه ییز خبرونه
ایران د ۱۰ ټریلیون مکعب فوټ ګازو له کشف خبر ورکړ
ایران د نړۍ د طبیعي ګازو دوهیمه لویه زیرمه لري؛ خو د تولید ډېره برخه یې په کور دننه لګول کیږي او یا د لمبې له کبله ضایع کیږي.
د ایران د تېلو وزیر محسن پاکنژاد پډاګه کړې، چې د هېواد د جنوب د پازان په اړوند سیمه کې د ۱۰ ټریلیون مکعب فوټ ګازو نوې زیرمې کشف شوې دي.
ایران د نړۍ د طبیعي ګازو دوهیمه لویه زیرمه لري؛ خو د تولید ډېره برخه یې په کور دننه لګول کیږي او یا د لمبې له کبله ضایع کیږي.
پاکنژاد ویلي: “د دې ساحې د څاه ګانو د کېندلو او د آزموینو د دوهیم پړاو له بشپړېدو سره به د هېواد د ګازو زیرمو ته ۱۰ ټریلیون مکعب فوټ ورزیات شي. د ۷۰ سلنې د بیارغونې له فکټور فرض کولو سره دا کچه به د بېرته راګرځېدونکو ګازو ۷ ټریلیون مکعب فوټ سره مساوي وي. د ګازو دا حجم د جنوبي پارس له جنوبي برخې څخه د ګازو د تولید ۷۰۰۰ ورځو او په هېواد کې د ګازو د تولید شاوخوا ۱۷ څخه تر ۱۸ کلونو پورې د پرلهپسې ګازو له تولید سره مساوي دی.”
ویل کیږي، چې د نويو کشف شويو ګازو استخراج به په راتلونکو ۴۰ میاشتو کې پیل شي.
